ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


لاهور هایکورټ دمذهب په سپکاوي دتورن ذهني ناروغه تن پرضد مقدمه خارج کړې ده

لاهور هایکورټ د خالي په ورځ د يو تن خلاف درج کړی شوې د مذهب د سپکاوى مقدمه خارج کړې ده او فېصله ورکونکي جج ویلي زیاتره ليدل شوي چې د مذهب د سپکاوى په تور دتورنو کسانو ذهني وضعیت ناسم وي. د لاهور هایکورټ جج وېلي عدالت نه شي کولی چې يو تن ته د خوب په ليدو او يوازې د هغه د وینا په بنياد سزا ورکړي. د مطبوعاتي رپورټونه ترمخه کال 2021 کې په ميانوالي کې په ذهني توګه ناروغه تن نصرالله باندې د مذهب د سپکاوى مقدمه درج کړې شوې وه. قانون پوهان وايي د قانون ترمخه په يو تن باندې د مقدمې د درج کيدو نه مخکې باید چې پولیس د ملزم بدني او نفسياتي معاېنه وکړي. د عدالت د فېصلې ترمخه د مذهب د سپکاوى په مقدمو کې وړومبی تفتيشي افسر له د تورن تن د ذهني او نفسیاتي وضعیت د روغوالي ټاکنه پکار ده او بيا دې له هغې وروسته کاروايي پېل کړی شي. دلاهور هاىکورټ په پرېکړه کې دا هم ویل شوي چې داسې ذهني معذره انسان چې خپله دفاع په خپله نه شي کولی د هغه خلاف مقدمه نه شي چلول کېدای. دا فېصله د لاهور هایکورټ جج جسٹس طارق سليم په ميانوالي کې د مذهب د سپکاوى په يوه مقدمه کې د ايف ايي ار د خارج کولو په مهال ورکړې ده. د انګرېزۍ ژبې د ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون د خبر ترمخه کال 2021م د ستمبر په مياشت کې په نصرالله نومې تن باندې د مذهب د سپکاوي دا مقدمه هغه وخت درج کړې شوې وه کله چې هغه د سيمې د ځینو خلکو په وړاندې خوب کې د الوتو او دخدایې د ليدو ادعا کړې وه. ورځپاڼه لیکي د نصرالله ددې بيان وروسته په هغه باندې د ميانوالي په صدر تاڼه کې د مذهب د سپکاوي شکاېت وشو چې بيا د یادې تاڼې اېس اېچ او یې پرضد د 295- ای لاندې د مذهب د سپکاوى مقدمه درج کړه. د ملزم وکېل عدالت ته ویلي چي د هغه د موکل پرضد درج کړی شوی ايف اي ار په بدنیتۍ اډاڼه دی . څېړونکي وایي په پاکستان کې زياتره خلک د خپلو شخصي ګټو لپاره د مذهب د سپکاوي قانون ناسم کاروي او يو ځل چې په چا د مذهب د سپکاوى تور پورې شي نو عدالت ته د رسېدو نه مخکې د پاريدلو قهرجنو خلکو لخوا ووژل شي. پاکستان کې د مذهب سپکاوی يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او په چا چې دا تور ثابت شي نو د قانون لاندې هغه ته د ټول عمري قید او د تېزندۍ سزا اورول کېږي خو تراوسه پورې په پاکستان کې په دې سزا عمل نه دی شوی. وتلی قانون پوهه قاضي انور اېډوکېټ ډيوه ته وايي د شريعت او قانون ترمخه په ذهني توګه ناروغه تن د يو جرم دکولو مقدمه نه شي درج کېدای. ښاغلی قاضى انور وايي د ذهني توګه ناروغه تن مثال د ماشوم وي او څنګه چې په اسلامي شريعت کې ماشوم د عبادت او جرم څخه مبرا وي نو داسې په ذهني توګه ناروغه تن هم وي. هغه وايي د قانون ترمخه پولیسو له لمړی د جرم کوونکي تن د ډاکتر نه معاوېنه پکار چې وګوري ایا تورن تن خو په بدني او ذهني توګه ناروغه نه دی او چې ثابته شي چې جرم کوونکی تن په نفسیاتي او ذهني توګه ناروغه دی نو هغه د ذهني ناروغانو هسپتال کې د نورو خلکو لېرې ساتل کېږي. د لاهور هایکورټ جج هم په خپله فېصله کې وېلي چي د پاکستان قانون په ذهني ناروغۍ اخته کسانو ته تحفظ ورکوي. د فېصلې ترمخه دفوجدارۍ د ضابطې  464 مه دفعه وايي چې هر هغه ذهني ناروغه تن چې په خپله مقدمه کې بېان نه شي ورکولی د هغه پرضد مقدمه هم نه شي چلول کېدای. په پاکستان کې د بشري حقونو د څار غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى ترمخه د مذهب د سپکاوي د قوانینو څخه زياتره مسلمانان اغېزمن کېږي او ورپسې په اغېزمنو کې احمدي ټولنه راځي. څېړونکي وايي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مقدمو د وکالت څخه وکيلان او د ملزم په حق کې دفېصلې ورکولو څخه په عمومي توګه ججان څنډه کوي

13.11.2022 ډیوه

د ښځو او ماشومان په ګډون سلګونه افغانان د پاکستان زندانونو کې

د بشري حقونو فعالان وايي د افغان کډوالو پر ضد د پاکستاني پولیسو د سختو اقداماتو په پایله کې دا مهال یوازې کراچۍ کې تر ۱۲۰۰ زیات افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور زندانونو کې دي. په دوی کې ماشومان، ښځې او ناروغان هم شامل دي.

13.11.2022 ازادي راډیو

امریکا: پر افغان مېرمنو د طالبانو د محدودیتونو دوام به د فقر او بې ثباتۍ لامل شي

په افغانستان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا عامه پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز ته د غبرګونونو په دوام، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیرې یاده پرېکړه بې معنا بللې ده.

13.11.2022 امریکا غږ

دموکراتانو د سنا په مجلس کې خپل اکثریت وساته

د متحده ایالاتو د کانګرس د منځۍ دورې په انتخاباتو کې دموکراتانو وکړی شو چې یو ځل بیا د سنا په مجلس کې خپل اکثریت وساتي.

13.11.2022 امریکا غږ

د ۱۹۹۲ راهیسې انګلینډ او پاکستان د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام په پای لوبې کې مخامخیږي

ټاکل شوې چې په اسټرالیا کې د ۲۰۲۲ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په پای لوبې یا فاینل کې یکشنبه نومبر ۱۳ (لړم۲۱) انګلنډ او پاکستان سره مخ شي.

13.11.2022 امریکا غږ

تسای اینګ –ون: تایوان د دې هیواد ولس پورې اړه لري

د تایوان جمهور رئیسې تسای اینګ-ون شنبه نومبر ۱۲ (لړم۲۰) د انتخاباتو څخه وړاندې په یوې تندې وینا کې وویل چې د ژوند هدف یې دا دی چې دا یقیني کړي دا ټاپو د تایوان د خلکو پورې اړه ولري

13.11.2022 امریکا غږ

امریکا کې د ځانګړې نندارې پر وخت دوه نظامي تاریخي الوتکو ټکر کړی

د متحده ایالاتو د ټکساز په ایالت کې دوه نظامي تاریخي الوتکې چې د الوتکو په یو ځانګړي نندارتون کې یې ګډون کړی و سره جنګیدلي او دواړه یې په ځمکه لویدلي دي.

13.11.2022 امریکا غږ

د پاکستاني نژاده امریکایۍ وجهیه سواتۍ د وژنې په جرم د هغې مخکیني خاوند ته د تېزندۍ سزا اورول شوې

د پنجاب د پینډۍ سیمې ځایي محکمې پاکستان کې د وژل شوې پاکستاني نژاده امریکایي میرمنې وجیهه سواتۍ پخواني میړه ته دهغې د وژلو په جرم کې دتیزندۍ سزا اورولې ده. محکمې د وژل شوې میرمنې خسر اؤ ملازم ته هم دجسد دسپکاوي کولو په جرم کې د اووه،اووه کاله بند اؤ یو لک روپو دجرمانې سزا اورولې ده اؤ دوه نور ملازمان یې دجرم نه ثابتیدو له امله بري کړي دي. دغه پرېکړه دضلعي محکمې مرستیال جج محمد افضل تیره ورځ په داسې حال کې اورولې ده چې په عدالت کې دامریکایي سفارتخانې څلور لوړ رتبه مامورین اؤ دامریکایي پلټنیزې ادارې ایف بي ایي ډله هم موجود وه. وجیهه سواتۍ تیر کال د اکتوبر په مياشت کې د برتانيې نه پاکستان ته راغلې وه او دپینډۍ له مورګاه سيمې نه لادرکه شوې وه چې وروسته پوليسو د هغې د تښتونې مقدمه درج کړه او لټون یې کولو. وروسته بیا د دسمبر په وروستیو کې د وجيهه سواتۍ مړی د پښتونخوا د لکي مروت د پیزو سیمې نه د يو کور دننه موندل شوی ؤ اؤ پولیسو د وجهیه سواتۍ د وژنې په تور دهغې مخکینی خاوند رضوان حبيب ،دهغه پلار اؤ دکور نور ملازمان نیولي وؤ. دپولیسو له مخې وجيهه سواتۍ دخیبر پښتونخوا دایبټ اباد سیمې سره تړاؤ لرلو خو په امریکا کې میشت وه. پولیس وایي هغه تیرکال په شپاړسم اکتوبر پاکستان ته راغلې وه او خپل مخکیني خاوند د اسلام اباد هوایي ډګر نه په ډي ایچ اې کې خپل کور ته بېولې وه او په همدې کور د دوی تر منځ شخړه وه چې د حل لپاره یې هغه پاکستان ته ورغلې وه. د وجيهه سواتي وړومبی خاوند ډاکټر علي مهدي چې يو امريکایي وګړی و،په کال 2014م کې د پنجاب له ربوه ښارګوټي سره نزدې وژل شوی و. د ډاکټر علي مهدي تر وژنې وروسته وجيهه سواتۍ د جايدادونو د لېن دېن کاروبار کوونکي کس رضوان حبيب سره واده کړې وو او درې کاله مخکې د دوی تر منځ هم طلاق شوی و. رضوان حبیب دپلټنو په مهال پولیسو ته منلې وه چې وجیهه سواتۍ هغه وژلې ده اؤ د وژنې علت یې دجاییداد لین دین ښودلی ؤ. د وجهیه سواتۍ وکیلې شبنم نواز اعوان ایډوکیټ وي او ای ته ویلي دعدالت لخوا پېښه کې ککړو مجرمانو ته له سزاګانو اورولو سره د وجیهه سواتۍ معصومو اولادونو ته انصاف په لاس ورغلی دی. هغې ویلي ددې پرېکړې وروسته د وجهیه سواتۍ د اولادونو زخمونه هم یو وارې بیا راټوکیدلي دي اؤ احساس ورته شوی دی چې مور یې په بې دردۍ سره وژل شوې ده

13.11.2022 ډیوه

د غبرګونونو دوام؛ امریکا پر ښځو د طالبانو نوي بندیزونه وغندل

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډیکر پر ښځو د طالبانو نوي بندیزونه غندي. هغې ویلي چې پارکونو ته د ښځو پر تګ بنديز به د ښځو، ماشومانو او افغانستان لپاره ناوړه پايلې ولري. د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو زیاتېدونکو محدودیتونو په اړه په کور دننه او بهر غبرګونونه دوام لري. دا وار د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرین ډیکر چې له دوحې کار کوي د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا پارکونو ته د ورتګ ممانعت غندلی. اغلې کرین چې پاکستان ته تللې وه پرون یې یو لړ ټوېټونو کې لیکلي چې اسلام اباد ته د خپل سفر په پای کې یې داسې راپورونه واورېدل چې په افغانستان کې ښځې نور پارکونو ته د تګ اجازه نه لري. هغې دا پرېکړه بې معنی بللې. هغې زیاته کړه، ښځې حق لري چې د نارینه وو په څېر پارکونو ته ولاړې شي او له دې چې اصلاً د ماشومانو ساتل د دوی تر غاړې وي تازه هوا او ګرځېدو ته اړتیا لري. د امریکا د سفارت شارژدافیرې زیاته کړه چې پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز به د ښځو، ماشومانو او افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري. کرین ډېکر چې څو ورځې په اسلام اباد کې وه هلته یې له هغو افغان مېرمنو سره هم کتلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له هېواده وتلې دي. اغلې کرین په خپل ټوېټر لیکلي چې دغو افغان مېرمنو وطن ته د ستنېدو زیاتې هېلې درلودې، خو له دې ډارېږي چې هلته به جبري ودونو ته اړ ایستل شي له کار او زده کړو به محرومې شي. طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل. دوی شاوخوا ۴۲۰ ورځې کېږي چې له اتم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او د راپورونو له مخې ورځ تر بلې د ښځو په وړاندې محدودویتونه زیاتوي. تر ټولو وروستی یې همدا حمامونو، ورزشي کلبونو او پارکونو ته د ښځو په ورتګ باندې ممانعت دی. د کابل یوه اوسېدونکې او د ښځو د حقونو فعاله ماریا توتاخېل د طالبانو د نوي بندیز په اړه وايي: "یوه اداره یا یو حکومت چې په یوې مېرمنې باندې روغ صحت او تازه هوا هم نه لورېږي یعنې د خدای ورکړه هوا ده. تاسو فکر وکړئ چې په داسې ملک کې به د ښځو راتلونکی څنګه وي؟ مېرمنې زندانیانې دي. حق د تفریح نه لري. په یاد ساتئ د دوی بل بندیز به دا وي چې حتی مېرمنې د سودا لپاره ښار ته هم نه شي تللی." د بخښنې نړیوال سازمان هم غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې تفریحي پارکونو او لوبغالو ته د ښځو پر تګ بندیز په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو د بریدونو وروستۍ لړۍ ده. دغه سازمان په خپل ټوېټ کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو ستونزې له پامه ونه غورځوي. د بشري حقونو د څار ډلې د طالبانو لخوا لګول شوي نوي بندیزونه غندلي دي. د دغه سازمان د اسیا د څانګې مشرې پاټریشیا ګاسمن ازادي راډیو ته ویلي چې طالبانو یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی اساسي بشري حقونو ته درناوی نه لري. د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر ازادي راډیو ته تایید کړې وه چې له دې وروسته به ښځو ته په پارکونو، حمامونو او سپورتي کلبونو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي. څو میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي وو چې ښځې کولای شي په اونۍ کې یوازې درې ورځې له نارینه پرته د کابل تفریحي پارکونو ته ولاړې شي. که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی کوي، خو د طالبانو له څوارلس میاشتني واکمنۍ وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو د دوام اجازه نه ده ترلاسه کړې او ګڼو هغو ښځو چې په پخواني دولت کې یې کار کاوه په کور ناستې دي.

13.11.2022 ازادي راډیو

د سعودي ولیعهد شهزاده محمدبن سلمان پاکستان ته خپل سفر ځنډولی دی

دسعودي عرب  وزیراعظم اؤ وليعهد شهزاده محمد بن سلمان پاکستان ته خپل هغه سفر ځنډولی چې پاکستاني چارواکو ورپسې دکومک ګڼ شمیر هېلې تړلې وې. ګڼ شمیر پاکستاني څېړونکو،خبریالانو اؤ دټولنیزو رسنیو فعالینو دشهزاده محمد بن سلمان پاکستان ته دسفر ځنډیدو علت په دغه هیواد کې په دې وروستیو کې رامنځته شوی ترینګلی سیاسي وضعیت ګرځولی دی. خو دسعودي اؤ پاکستان اړیکو کې مهم رول لرونکی دپاکستان علماء کونسل مشر حافط طاهر محمود اشرفي وایي ددې سفر ځنډیدل دپاکستان کورنیو معاملو سره تړاؤ نه لري. مولانا طاهر اشرف پخپل یو ویډیو بیان کې ویلي چې شهزاده محمد بن سلمان غوښتل دسیمې دڅو نورو هیوادونو سفر هم وکړي خو وایي دغه ټول سفرونه یې ځنډولي دي. دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ دسعودي شهزاده محمد بن سلمان اسلام اباد ته دټاکل شوي سفر دځنډیدو پخلی کړی دی اؤ ویلي یې دي چې ددې سفر نوې نیټې به زر اعلان کړل شي. پاکستاني رسنیو دخالي په ورځ ویلي ایشیایي هیوادونو ته له خپل سفر ځنډولو وروسته به اوس دسعودي شهزاده نیغ دانډونیزیا بالي ښار ته ځي اؤ دغلته به دجي 20 په غونډه کې ګډون کوي. پاکستان ته دسعودي وليعهد سفر دنومبر په دریمه اوونۍ کې ټاکل شوی ؤ چې ددې پخلی پاکستان کې دسعودي سفارتخانې هم کړی ؤ . پاکستاني چارواکو دسعودي شهزاده په دې سفر پسې د یو شمیر کومکونو هیلې تړلې وې اؤ دسفارتي سرچینو له خولې هم داخبره مخې ته راغلې وه چې احتمال شته پاکستان ته دشهزاده محمد بن سلمان دسفر په مهال سعودي پاکستان ته د4.2 اربو ډالرو اضافي کومکونه ورکړي. دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف په 28اکتوبر اسلام اباد کې دپولیسو ملي اکیډمۍ کې یوې دستورې ته خپله وینا کې پاکستان ته دسعودي شهزاده دسفر پخلی کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې محمدبن سلمان پاکستان کې دتیلو صفا کولو دیوې کمپنۍ جوړولو لپاره د لسو بیلینو ډالرو سرمایه ګزارۍ ته چمتووالی ښودلی دی. پاکستاني رسنیو دسرچینو له خولې ویلي چې دسعودي شهزاده په دې سفر کې امکان ؤ چې سعودي به  ګوادر کې دتیلو پاکولو د یوې عصري پروژې په تړون لاسلیک وکړي چې له مخې به یې دبلوجستان دغه سیمه کې د 10 اربو ډالرو په لګښت دتیلو صفا کولو پروژه سرته رسولی شي اؤ سعودي به پکې دچین سره په ګډه دپاکستان مرسته کوي. ددې ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ بیلابیلو مدونو کې د درنې پانګونې دمعاهدو امکان هم ښودل شوی ؤ. پاکستاني خبریالې غریده فاروقي پخپل یو ټویټ کې پاکستان ته دسعودي د وزیراعظم دسفر ځنډیدو علت دپاکستان کړکیچن سیاسي وضعیت بللی دی اؤ وایي د روان سیاسي کړکیچ دا مهمه دوره ځنډیدلې ده. همداشان یو بل پاکستاني نطاق مبشر لقمان اسلام اباد ته دسعودي شهزاده دسفر ځنډیدو ذمه وار پخوانی وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بللی دی اؤ پخپل یو پروګرام کې یې عمران خان ته مبارکي ورکړې ده چې ګنې هغه غوښتل دسعودي شهزاده پاکستان ته دسفر مخه ونیسي اؤ وایي هغه(عمران خان) پخپل مقصد کې بریالی شو. حکومت پلوه ګڼ شمیر دټولنیزو رسنیو فعالانو هم پخپلو بیلابیلو پوسټونو کې دسعودي شهزاده پاکستان ته دسفر ځنډیدو پړه په عمران خان اؤ دهغه په ګوند ور اړولې ده خو تحریک انصاف ګوند دغو تورونو ته په سمي توګه څه ځواب نه دی ویلی. دا په داسې حال کې ده چې حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف د28م اکتوبر نه دلاهور څخه دپاکستان پلازمینې اسلام اباد ته احتجاجي لاریون یا لانګ مارچ پیل کړی اؤ تیره اوونۍ دپنجاب په وزیراباد سیمه کې ددې لانګ مارچ په مهال په پخواني وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دګوند په نورو مشرانو ډزې هم شوې وې چې پکې پخپله عمران خان اؤ12 نور کسان ژوبل شوي اؤ دګوند یو فعال وژل شوی ؤ. عمران خان ددې برید پړه په وزیراعظم شهباز شریف،دکورنیو چارو په وزیر رانا ثناء الله اؤ دپوځ په یو لوړپوړي مشر میجر جنرال فیصل ور اړوي خو حکومت اؤ دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار د عمران خان دا تورونه په سختۍ سره رد کړي‌ دي

13.11.2022 ډیوه

د ټي ټوینټي کرکټ نړیوال اتل به پاکستان وي که انګلېنډ؟ فیصله یې نن کیږي

دټي ټوینټي نړیوال کپ په کرکټ سیالیو کې نن داسټریلیا په میلبرن کرکټ لوبغالي کې دپاکستان اؤ انګلینډ ترمنځ پائ لوبه یا فاینل سیالي کیږي خو په میلبرن کې پرون دپنجشنې د ورځې نه دبارانونو لړۍ راښکې شوې ده چې له دې امله یې نن داتوار په ورځ ددې تاریخي سیالۍ دنه کېدو اندېښنې هم ښودل شوي دي. دپاکستان اؤ انګلینډ دواړو لوبډلو کپتانانو په فاینل کې دخپلو لوبډلو دبریالیتوب هېلې ښودلي خو په عامه توګه دکرکټ مئینان فاینل کې دانګلینډ لوبډلې تله درنه ګڼي اؤ وایي پاکستان ته به دانګلینډ لوبډله کې دلوبېدونکو ټکړه توپ وهونکو یا بیټسمینانو دمقابلې لپاره سخت محنت کول وي.  ټاکل شوې ده که چرې باران نه ؤ نو دا لوبه به دپاکستان په وخت یوه بجه پیل کیږي اؤ که چرې دباران له امله نن پائ لوبه ونه شي نو بیا به سبا(دوشنبه) په درې بجې کیږي. دفاینل نه وړاندې دپاکستاني لوبډلې کپتان بابراعظم مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي دي چې دپاکستاني لوبډلې کومې ولولې په سیمي فاینل کې جوړې راپاریدلي دي هم دهغو ولولو په اساس به فاینل هم لوبوي. هغه ویلي پاکستاني لوبډلې دانګلینډ دتکړه بیټسمینانو جوز بټلر اؤ ایلکس هیلز په وړاندې دتوپ اچونې یا بال کولو یوه موثره تګلاره جوړه کړې ده اؤ پاور پلی به توپ وهنه اؤ توپ اچونه دواړو کې په ښه توګه پکار راوستلی شي. همدا شان دانګلینډ کپتان جوز بټلر پریس کانفرنس ته ویلي دي دهغوئ دلوبډلې لپاره فاینل کې لوبیدل یو ویاړ دی اؤ دپاکستان‌ په څېر دیو سخت حریف پرضد به یو نوی اغاز یا پیل کوي. پېښور کې دسپورټي چارو لپاره دیو سیمه ییز ټي وي خبریال حضرت یوسف وایي په دې کې شک نه شته چې دپاکستان په لوبډله کې غوره باولران شته خو دانګلینډ په مقابله کې یې دبیټنګ لاین کمزوری دی . وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دانګلینډ دوه اوپنران ایلکس هیلز اؤ جوزبټلر چې په سیمې فاینل کې دانډیا پرضد کومه غوره لوبه کړې ده،دهغې یو نفسیاتي فشار به هم په فاینل کې په پاکستاني باولرانو وي اؤ پاکستان ته به لوبې ګټلو لپاره دمعمول نه زیات فیلډنګ اؤ باولنګ ته توجو کول کول وي. دنوموړي په وینا دمیلبرن په لوبغالي کې که هره ډله د170منډو جوړولو هدف ورکړي دهغوئ دګټې چانس به جوړیږي خو وایي دپاکستاني بیټسمینانو په لیکه کې هم د بابراعظم ،حارث خان اؤ محمد رضوان په څېر تکړه لوبغاړي شته نو ځکه دپاکستان نه هیله کیدای شي چې د150پورې منډې جوړې کړي یا یې تر دې هم ور واړوي اؤ داسې به مقابله یو سخت شکل اختیاروي. دحضرت یوسف په وینا دپاکستان له لوري به زیات انحصار دشاهین اپریدي اؤ شاداب خان په باولنګ وي اؤ که چرې هغوئ دانګلینډ د اوپنرانو مخې نیولو کې بریالي شول نو لوبډله به یې له فشار پرته لوبه وکړل شي. حضرت یوسف زیاتوي دانګلینډ لوبډله نه یوازې تکړه توپ وهونکي لري بلکې د پیسر سیم کرن اؤ مارک ووډ په څېر غوره باولران هم ورسره شته چې پاکستان لپاره یوه ستره خطره ثابتیدای شي. دنړیوال کپ په دې سیالیو کې د پاکستان کرکټ لوبډله هم لکه د پخوا په څېر په پواینټس ټېبل د لاندې نه راپورته شوې او د سویلي افریقې په بایلات او د بنګله دېش خلاف په ګټه يې فاینل ته ځان رسولی دی. د انګلینډ لوبډلې د روان کال په ستمبر میاشت کې پاکستان ته په سفر کې د 20 اورونو د اوو سیالیو ټورنامنټ د دریوؤ په مقابله کې په څلورو باندې ګټلی و او دغسې په کال 2021 کې هم انګلینډ ته په سفر کې پاکستان ماتې خوړلې وه. د 20 اوورونو په روان نړیوال کپ کې د اسټرېلیا په میدانونو ډېرو تکړه ډلو د 150 نه کم هدف تر لاسه کولو کې د ناکامۍ سره مخ شوي او په ځينو نورو سیالیو کې د 170 پورته هدف دفاع کول هم ډېرو لوبډلو ته ګران پرېوتی. همدغه علت دی که یو ډلې ته غوره شوروعات د سر لوبغاړي ورکړي نو ورته د لوبې په اخیر کې د غټو شاټونو وهونکي هم پکار وي چې لوی هدف خپلې سیالې لوبډلې ته کښېږدي. د پاکستان کرکټ لوبډله د دریوؤ سپین بالرانو ترڅنګ دا وخت څلور د 140 کیلومیټره د ساعت په سر تېز باولران لري کوم چې لوبول مقابل لوبډلې ته ګران تمامېدلی شي او اکثره هم ددغې په برکت پاکستان ټورټامنټ کې بریالی شوی. د پاکستان لوبډلې په خپلو وروستیو پینځوؤ سیالیو کې څلور او انګلینډ په پینځوؤ کې درې ګټلي دي او دواړه لوبډلو د 20 اوورونو نړیوال کپ یو یو وار ګټلی دی.

13.11.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

12.11.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

12.11.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

12.11.2022 امریکا غږ

ایراني ځواکونو کابو ۳۲۶ اعتراض کوونکي وژلي دي- د بشري حقونو د څار بنسټ

د ایران د بشري حقونو د څار بنسټ د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (لړم ۲۱) وویل چې د ایران امنیتي ځواکونو په هغه هیواد کې د حکومت ضد مظاهرو د خپلو پرمهال کابو ۳۲۶ مظاهره کوونکي وژلي دي.

12.11.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more