ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اردوغان د حماس له مشر سره له کتنې وروسته د فلسطین د یووالي غوښتنه وکړه

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ اپریل ۲۰ (غوایي لومړۍ نیټه) وویل چې رجب طیب اردوغان په استانبول کې د حماس له مشر اسماعیل هنیه سره له څو ساعته خبرو وروسته پر فلسطینیانو غږ وکړ چې متحد شي.

20.04.2024 امریکا غږ

په لوګر کې د لرغونو تاریخي ابداتو کشف - نن او وضعیت

په افغانستان کې د طالبان د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي‌ چې د لوګر په ولایت کې د څلورو تاریخي ابداتو برسیره، شپږ لرغونې سیمې او ۱۹ تاریخي کلاوې کشف او ثبت شوي دي. د نن او وضعیت په خپرونه کې پر همدې موضوع د پروګرام له میلمه محقق او لېکوال، شهسوار سنګروال سره خبري کوو.

20.04.2024 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

20.04.2024 امریکا غږ

د ایران او اسرائیل ترمنځ کړکیچ – سپینې خبرې

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ایران او اسرائیل ترمنځ وروستي کړکیچ ته په اشارې ویلي؛ اوس د دې وخت رارسېدلی چې په منځني ختیځ کې غچ اخیستو ته د پای ټکې کيښودل شي. په سیمه کې ددغه کړکیچ د دوام پایلې به څه وي؟

20.04.2024 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

20.04.2024 امریکا غږ

پاکستان: تر اوسه د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستلو پلان نه لرو

واشنګټن — د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د ایستلو لپاره پر ټولو ممکنه لارو چارو باندې غور کوي، خو اوس لا د هغو کډوالو د ایستلو کوم پلان نه لري چې افغان کارډونه (اې سي سي) لري. د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د رویټرز خبري ایجنسۍ خبریالې شارلټ ګرینفیلډ د خبري غونډې په مهال د بهرنیو چارو وزارت له ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ پوښتنه وکړه چې آیا اسلام اباد د بهرنیانو د ایستلو دویم پړاو پیلوي، په ځانګړې توګه پي او آر او اې سي سي کارډ لرونکي افغان کډوال به اغېزمن کړي که نه؟ ممتاز زهرا یې په جواب کې وویل اوس مهال ددغو کارډ لرونکو کډوالو د ایستلو پلان نه شته: "زه غواړم دا خبره په ګوته کړم چې پاکستاني چارواکي د ټولو غیرقانوني مېشتو کډوالو د ایستلو د پلان پر ټولو اړخونو غور کوي او اوس مهال د افغان کارډ (اې سي سي) لرونکو د ایستلو پلان نه شته. کله چې په دې اړه پریکړه وشي اړوندې ادارې به یې اعلان کړي". څو ورځې مخکې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی وو چې د پاکستان حکومت د قانوني اسناد نه لرونکو افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیلوي او په دې لړ کې به د افغان کارډ (اې سي سي) لرونکي کډوال هم خپل هیواد ته ستانه کړي. د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دې تازه سپیناوي ته څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې د پاکستان له حکومته غوښتي چې له دې هیواده د افغان کډوالو د ستنولو په تړاو دې یواړخیزه پرېکړه ونه کړي. ملګرو ملتونو تمه څرګنده کړې چې کېدای شي تر جولای میاشتې پورې 7,20000 قانوني اسنادو نه لرونکي کډوال او 50,000 نور په پاکستان کې د پي او آر په نوم کارډ لرونکي کډوال افغانستان ته ستانه شي. د پاکستان لنډ مهاله حکومت د تېر کال د اکتوبر په پیل کې د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د ایستلو پروګرام اعلان کړی وو او د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه 5,47000 افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو ادارې (یو این ایم اې ایس) په روانه اوونې کې ویلي وو، هغه افغان کډوال چې له پاکستانه افغانستان ته ستنیږي په خپل هېواد کې د بیا مېشتېدو پر مهال د ماینونو او چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر د شمېر له مخې په پاکستان کې تر اوسه 2.18 میلینه افغانان د کډوالۍ قانوني اسناد لري، وایي 1.3 میلینه د پي او آر رجسټر شوي کارډونه لري او تر 8,80,000 زیات کسان د لنډمهاله اوسدو افغان اې سي سي کارډونه لري. د کډوالو اداره وايي، د 2021م په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږو لکو تر اته لکه پورې نور افغانان هم پاکستان ته کډه شوي او ګڼ شمېر یې د اوسېدو قانوني اسناد لري چې له کبله یې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

20.04.2024 ډیوه

زیر آسمان کبود

زیر آسمان کبود

20.04.2024 ازادي راډیو

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

20.04.2024 امریکا غږ

په ایران د اسرائیل غچ اخیستونکي برید غبرګونونه پارولي- د اشنا د شنبې خبري ټولګه

د امریکاغږ اشنا د شنبې په خبري خپرونه کې پر ایران د اسرائیل د غچ اخیستونکي بریدونو، افغانستان ته څیرمه په قبائیلي سیمو کې د خښ شویو ماینونو د خطرونو او په کابل کې د یو متقاعد کس چې اوس د ښار په یو واټ کې پیرکي پلوري خبرونه او رپوټونه لرو.

20.04.2024 امریکا غږ

تر شنه اسمان لاندې

تر شنه اسمان لاندې

20.04.2024 ازادي راډیو

په افغانستان کې بارانونو او سیلابونو په لسګونو کسان مړه کړي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې د شنبې په ورځ اپریل ۲۰ (غوایي اول) وویل چې په افغانستان کې په تیرو څلورو ورځو کې پرله پسې بارانونو ۲۹ تنه مړه کړي دي.

20.04.2024 امریکا غږ

د بایډن او ټرمپ ټاکنیزو کمپاینونو او د پالیسیو توپیر ته کتنه – یوه موضوع څو زاویې

پداسې حال کې چې د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشریزې ټاکنې رانږدې کیږي، جو بایډن او دونالډ ټرمپ خپلو ټاکنیزو مبارزو ته زور ورکړی دی. د یوه موضوع څو زاویې په دې اونیزه خپرونه کې د جو بایډن او ډونالډ ټرمپ د پالیسیو توپیر ته کتنه شوې ده.

20.04.2024 امریکا غږ

د غزې په رفح ښار کې د اسرایل په بمبارۍ کې د شپږو ماشومانو په ګډون نهه تنه وژل شوي

واشنګټن — د فلسطین د محاصره شوې غزې پټۍ د یو روغتون چارواکي وایي، په جنوبي ښار رفح کې پر یو کور باندې د اسرایلي ځواکونو په تازه هوایي بمبارۍ کې د شپږو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي. د غزې د ملکي دفاع د ادارې په وینا دا برید د جمعې په ورځ ناوخته د رفح ښار په «تل السلطان» سیمه کې د استوګنې پر یوه ودانۍ باندې شوی دی. د رفح ښار د ابو یوسف النجار روغتون چارواکي وایي، د شپږو ماشومانو، دوو ښځو او یوه سړي مړي وروړل شوي دي. په روغتون کې یې خپلوانو ژړل او په سپینو کفنونو کې د نغښتو ماشومانو پر مړیو غوړېدل، خو نورو ورته تسلي ورکوله. د احمد برهوم په نوم تن وایي په وژل شویو کسانو کې د ده اخښی عبدالفتاح رضوان، د هغه مېرمن نجلا احمد اویداح او د دوی درې ماشومان شامل دي. په پېښه کې خپله د برهوم مېرمن روان رضوان او پینځه کلنه لور الا هم وژل شوې دي. برهوم د شنبې- خالي په ورځ په ژړا کې د خپلې وژل شوې لور پر مړي غېږ غوړولې وه او اسوسیېټیډ پریس ته وویل: "دا یوه داسې نړۍ ده چې له انساني ارزښتونو او اخلاقو خالي‌ ده. دوی پر یو داسې کور بمباري وکړه چې له بېځایه شویو خلکو، ښځو او ماشومانو ډک وو". د رپوټونو له مخې له دغې بمبارۍ وروسته اسرایلي ځواکونو د جمعې په شپه یو بل ځای هم برید کړی دی خو په هغه کې چاته د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی. د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت د شنبې- خالي په ورځ وویل په تېرو څلرویشت ګنټو کې د اسرایل په بریدونو کې د وژل شویو 37 تنو مړي او 68 ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي‌ دي. د غزې رفح ښار له مصر سره ګډه پوله لري او په دې سیمه کې په تېرو څو میاشتو کې د غزې د ټولې 2.3 میلینه ابادۍ نیمایي خلک د کډوالۍ ژوند تېروي، خو هلته هم ځانونه خوندي نه ګڼي. که څه هم د اسرایل نیژدې متحد امریکې او نړیوالې ټولنې په وار وار پر اسرایل ږغ کړی چې په رفح کې له عملیاتو ډډه وکړي، خو د اسرایل وزیراعظم له څو میاشتو ټینګار کوي چې د حماس د بشپړ ځپلو لپاره به په دې سرحدي‌ ښار کې مځکني عملیات کوي. که څه هم اسرایلي ځواکونو لا دغه پلان کړي مځکني عملیات نه دي‌ پیل کړي خو پرله پسې یې په تېرو څو میاشتو کې په دې سیمه او شاوخوا کې هوایي بمبارۍ کړې دي. د رپوټ له مخې د تېر کال د اکتوبر پر اوومه چې حماس ډلې پر اسرایل برید وکړ، 1,200 تنه یې و وژل 250 یې یرغمل کړل. اسرایل وایي 130 یرغمل کسان لا هم په غزه کې دي او تر 30 د زیاتو مړینه یې تایید کړې چې یا د اکتوبر پر اوومه وژل شوي یا په بند کې مړه شوي دي. د غزې د روغتیا وزارت په وینا د حماس خلاف د اسرایل په جوابي عملیاتو کې تر اوسه لږ تر لږه 34,049 فلسطیانیان وژل شوي او 76,901 ټپیان شوي دي، خو په وژل شویو او ټپیانو کې یې د وسلوالو شمېر نه دی سره بېل کړی.

20.04.2024 ډیوه

په ماشومانو کې د تایرایډ غدې د فعالیت کمیدو له امله کوم اختلاطلات رامنځته کیږي؟ - بوعلي سینا

د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې، د مینداورۍ پرمهال د جنین د جنسیت د معلوملو اخلاقي بحث، په ماشومانو کې د هايپوتايرايډيزم (د تایرایډ غدې کم فعالیت) له امله رامنځته شوې ستونزې او د شکرې او پارکینسن ناروغیو د مخنیوي د لارو چارو په ګډون د روغتیا د نړۍ څخه راپورنه کتلای او اوریدلای شئ.

20.04.2024 امریکا غږ

پر رفح ښار د اسرائیل په هوايي برید کې د ۶ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۹ فلسطینیان وژل شوي

د رفح د روغتون یو مقام د شنبې په ورځ اپریل ۲۰ (غوایي لومړی) وویل، د غزې په جنوبي ښار کې پر یو کور د اسرائیل هوايي برید لږترلږه نهه کسان وژلي، چې شپږ یې ماشومان دي. دا پداسې حال کې دي چې اسرائیل د نژدې اووه میاشتو راهیسې په محاصره شوې غزه کې پوځي عملیات کوي.

20.04.2024 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more