شاته

امریکا: د افغانستان سیاسي جنجالونه د اندیښنې ندي

پر جمهوررئیس غنی باندې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تر نیوکو پنځه ورځې وروسته، متحده ایالات وایي چې د ملي یووالي حکومت له دواړو مشرانو سره په اړیکو کې دي او ملاتړ يې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو د دفتر مشرې الیزابیت تراډو د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي جنجالونه د اندېښنې وړ نه بولي او زیاتوي چې دوی د افغانستان له مشرانو سره په تماس کې دي.

هغې وویل "موږ د جمهور رئیس غني او د ملي يووالي حکومت په اړه د اجرائیه رئیس عبدالله له څرگندونو څخه خبر یو. موږ د ملي يووالي د حکومت ملاتړ کوو او دواړه جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله د گډو اهدافو پر لور مشترک کار کولو ته هڅوو".

تیره پنجشنبې ډاکټر عبدالله د ګډ حکومت د کړنو او په ځانګړې ډول د ولسمشر غني پر چال چلند کلکې نیوکې وکړې او خبرداری يې ورکړ چې لدې وروسته به مصلحت ونکړي.

ارګ بیا په ځواب کې ویلي وه چې د ښاغلي عبدالله د څرګندونو په هکله به "جدي بحثونه" وشی.

پداسې حال کې چې ځيني د ملي يووالي د حکومت د راتلونکي په اړه اندیښمن دي، د امریکا د باندنیو چارو وزارت دغې چارواکې وویل چې واشنګتن ورته اندیښنه نلري.

الیزابیت تراډو وویل "نه اندېښنه نه لرو، موږ فکر کوو چې په افغاسنتان کې لا هم ډېر کارونه پاته دي او د ملي وحدت د جوړیدو راهیسي ډېر بنسټیز او مهم پرمختگونه شوې دي. موږ د افغان حکومت سره په تماس کې یو او حالات له نژدې څارو".

د افغانستان د ملي وحدت حکومت د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو تر جنجالي کیدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځگړتوب رامینځته شوی وو او د هغه یوه ستره لاسته راوړنه بلل کیږي.