BBC
 شاته

د عکسونو البوم: د ټویټر له لارې د هند ولسمشرۍ ماڼۍ سیل

Image copyright

لیکوال امیتاو ګهوش د تصویرونو په ژبه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته د هند ولسمشرۍ ماڼۍ یوه یو نوی لید لوری وړاندې کړی.

Image copyright

دغه لیکوال چې د ''کوکناور سمندر '' نومي اثر یې ۲۰۰۸ کال کې د بوکر جایزې لپاره په وروستي نوملړ کې شامل شوی و، د هند ولسمشرۍ ماڼۍ کې د یوه لیکوال په توګه میلمه و.

Image copyright

نوموړي هلته د اوسېدو پر مهال د هغه میز تصویرونو په ګډون چې نېلسن منډېلا پرې ډوډۍ خوړلې وه د ودانۍ بېلو برخو تصویرونه پرلپسې پر ټویټر خپرول.

Image copyright

نوموړي د هغو خونو تصویرونه هم خپاره کړي، چې بهرني میلمانه پکې اوسي.

Image copyright

پر ټویټر د هغه خپاره شوي تصویرونه یوازې د ماڼۍ تر خونو او دهلیزونو محدود نه وو، بلکې هغه د ماڼۍ په انګڼ کې د شته ونو، بوټو او ان د اوبه خور تصویرونه هم خپاره کړل.

Image copyright

د مغولو باغ په هند کې ډېر مینه وال لري او په کال کې یې یوه ورځ د ولس پر مخ دروازې پرانیستلې کېږي.

Image copyright

د ټولنیزو رسنیو ډېری کارکونکو د دغو تصویرونو خپرولو له کبله د لیکوال ستاینه کړې، خو ځینو نورو بیا خپل نظرونه څرګندونه کړې او نیوکې یې هم کړې.

ځینو کاروونکو د ماڼۍ خونو او دهلیزونو د فرشونو، رڼاګانو په څرنګوالي هم غبرګون څرګند کړی.