شاته

د هند صدراعظم : د پښتنو په درد او غم کې شریک یم

ښاغلی مودي د پښتنو په درد او غم کې ځان ورسره شریک وباله.

هغه وویل، "موږ د هغو ماشومانو درد او غم احساسولی شو چې د پیښور په تروریستي بریدونو کې وژل شوي دي. دا زموږ انسانیت دی چې زموږ له کلتور څخه سرچینه اخلي."

له ١٩۴٧ کال یعنی له هند څخه د جلا کیدو او د یو بیل هیواد له جوړیدو وروسته، پاکستان تل ځان د هند تر ولکې لاندې کشمیریانو د حق مدافع بللی او د دهلي د حکومت پر چلند یې نیوکې کړي دي. خو داسې ښکاري چې د پاکستان پر وړاندې د هند زغم اوس سرته رسیدلی.

د هند صدراعظم دا څرگندونې نن پداسې حال کې وکړې چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف پرون د خپل هیواد د آزادۍ د ٦٩ کلیزې د لمانځلنې په ترڅ کې وویل چې سږ کال دا ورځ د کشمیر د آزادۍ او د هغو کشمیریانو په نامه یادوي چې د حکومتي جبرپر وړاندې یې مبارزه کړې او د آزادۍ جذبه یې ژوندې ساتلې ده.

هغه په پاکستان کې د بلوڅانو د جلاکیدو د غوښتنې په دفاع سره زیاته کړه چې هیواد به یې هیڅکله د تروریزم پر وړاندې سر ټیټ نکړي. هغه وویل، "په تیرو څو ورځو کې، ما د بلوچستان، گلگت او د پاکستان تر اشغال لاندې د کشمیر د وگړو څخه فوق العاده غبرگون ترلاسه کړ. په کومه طریقه چې دوی زه وستایلم، ورڅخه منندوی یم."

د هند صدراعظم نریندرا مودي څه موده وړاندې ویلي وو چې د بلوچستان، گلگت او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیریان له ظلم سره مخامخ دي. د ښاغلي مودي دا څرگندونې د بلوچانو له تود هرکلي سره مخامخ شوې.

ښاغلي مودي نن یوځل بیا د بلوچستان او د پاکستان ترولکې لاندې د کشمیر د آزادۍ په ملاتړ څرگندونې درلودې چې په اروپا کې میشت د بلوڅ مشرانو لخوا وستایل شوې.

پدې تړاو په لندن کې د بلوڅانو د میشت مشر براهمداغ بوگتی غبرگون دا و، "زه د هند له صدراعظم نریندرا مودي څخه مننه کوم چې د بلوچستان د ستونزو یادونه یې وکړه.

ښاغلی بوگتي هیله څرگنده کړه چې د هند حکومت، د هند رسنۍ او د هند ټول ولس دې نه یوازې د بلوڅانو په اړه خپل غږ اوچت کړي بلکه د بلوڅانو د خپلواکۍ له غورځنگ سره دی مرسته وکړي.