شاته

د کابل شپږیزه کرکټ لیگ څلور ټیمونه دویم پړاو ته ووتل

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم اوسنی کپتان اصغر ستانکزی او پخوانی کپتان محمد نبي

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم اوسنی کپتان اصغر ستانکزی او پخوانی کپتان محمد نبي

په کابل کې د کورني او تجارتي کرکټ لیگ چې د شپږیزې په نوم د تېرو څلورو کالو نه هر کال کیږي، څلورم پړاو په سیالیو کې شپږ ټیمونو په لومړي راونډ کې برخه واخیسته،چې تر ننه شوو سیالیو د نتیجو په اساس څلور ټیمونه بل راونډ ته ووتل.

د تېر کال د شپږیزې د کرکټ سیالیو قهرمان ټیم سپین غر ټیم ونکړی شو چې د خپل گټلي جام دفاع وکړي او په لومړي پړاو کې د یوازې یوې سیالۍ په گټلو سره د دویم راونډ نه پاتې شو. دویم پاتې شوی ټیم د بست ساتونکو و چې څلور سیالۍ ېې کړي او څلور واړه ېې بایللي نو دې سره د دې سیالیو د اولو څلورو ټیمونو د لست نه پاتې شول.

کوم ټیمونه چې د د ې سیالیو بل پړاو ته ووتل ،هغې کې د کابل بازان،د امو نهنگان،د بند امیر ښاماران او د مس عینک اتلان شامل دي. سبا بند امیر ښاماران د بست ساتونکو سره وروستۍ سیالي لري، چې هغې نه پس به معلوم شي چې کوم ټیم اول دویم دریم او څلورم اخلي او بل راونډ کې به د چاسره مخامخ کیږي.

د شپږیزې د کرکټ سیالیو د جدول په اساس د سبانۍ سیالۍ نه پس چې کوم ټیم جدول کې اول مقام ولره هغه به یو ځل د دویم مقام لرونکي ټیم سره سیالي کوي، که ېې وگټله نو فاینل ته ووځي. که نه نو گټونکی به فاینل ته ځي او بیا به د دریم او څلورم منځ کې کیدونکې سیالۍ کې چې هر ټیم وگټله ،هغه سره به بیا سیالي کوي او گټونکی به فاینل ته ووځي.

د مس عینک اتلانو د بري اصل سبب احسان جنت و،چې د لوبې غوره لوبغاړی شو

د مس عینک اتلانو د بري اصل سبب احسان جنت و،چې د لوبې غوره لوبغاړی شو

نن د شپږیزه کرکټ لیگ په شپږمه ورځ لومړۍ سیالي د سپین غر زمریانو او مس عینک اتلانو ترمنځ وه چې د دواړو دپاره ېې حیاتي ارزښت درلودو،هر چا چې گټلې هغه مخکې تلو او بایلونکی د بل راونډ نه پاتې کیده. چې نتیجه ېې د مس عینک اتلانو په گټه تمامه شوه. د لوبې غوره لوبغاړی احسان جنت وبلل شو.

دویمه سیالي د ټورنامنټ د سر ټیم کابل بازانو چې خپلې څلور سیالۍ ېې گټلې وې، د بند امیر ښامارانو ترمنځ وه،چې په حيرانونکي توگه د بند امیر ښامارانو ټیم ورته ماتې ورکړه. د دې باوجود چې د کابل بازانو کې د کرکټ د ملي ټیم تکړه او پیاوړي لوبغاړي شامل دی، د بند امیر ښامارانو ځوان لوبغاړي نوید عبید ډیره زړه ور لوبه وکړه او د شهزاد محمدي او نجیب ترکي په مټ ورکړل شوی ستر هدف ېې ترلاسه کړ.

په شپږیزه کرکټ سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د سر لوبغاړي شهزاد محمدي، محمد نبي ،اصغر ستانکزی، دولت ځدران، میرویس اشرف، جاوید احمدي، نجیب ځدران،راشد ارمان ډیر ښه ځلیدلي. دې نه علاوه د الف ټیم او نولس کلنو لوبغاړو هم خپله وړتیا ښودلې چې دا د کرکټ د ایندې دپاره یو ښه زیری بلل کیږي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.