BBC
 شاته

شپږیزه کې کابل بازانو لومړۍ ماتې وخوړه

Image copyright ACB

د شپږیزې سیالیو په لړ کې نن مس عینک اتلانو لوبډلې له سپین غر او بند امیر له کابل بازانو سره سیالۍ ته وتلي وو.

مس عینک سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه او کابل بازانو بیا په لومړي ځل په دغو سیالیو کې ماتې وخوړه.

د کرېکیټ شل اوریزو 'شپږیزو' سیالیو په لړ کې نن لومړۍ لوبه د مس عینک او سپین غر لوبډلو تر منځ وشوه.

مس عینک خپلې سیالې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

سپین غر لوبډله تر ډېره پیاوړې وه.

په تېره بیا د سمیع الله شینواري ۸۲ منډو ددغې لوبډلې دریځ نور هم پیاوړی کړ. سمیع الله شینواري درې شپږیزې او اته څلوریزې ووهلې.

طارق ۳۱ منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.

سپین غر لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړ په سوځېدو سره مس عینک لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف کېښود.

د مس عینک لوبډلې د سر لوبغاړی کامران اکمل په څلورو منډو وسوځېد.

خو وروسته د نوروز منګل او بیا احسان الله او ګلبدین نایب پر لپسې ښې او نسبتا اوږدو ملګرتیاوو، ټاکل شوی هدف آسانه کړ.

نوروز منګل په ۴۹ منډو وسوځېد.

خو احسان الله په ۴۱ او ګلبدین نایب په ۳۹ منډو تر پایه نا سوځېدلي پاتې شول.

د مس عینک لوبډلې ټاکل شوی هدف د ۲۰ اوور په لومړي توپ پوره کړ او لوبه یې په پنځو ویکټو وګټله.

غوره لوبغاړی

Image copyright

د لوبې غوره لوبغاړی د مس عینک لوبډلې لوبغاړی احسان الله وبلل شو.

دویمه لوبه د کابل بازانو او بند امیر لوبډلې ترمنځ وه.

لوبه لومړۍ کابل بازانو پیل کړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې ۱۷۴ منډې جوړې کړې.

شهزاد محمدي ۷۰ او نجیب تره کي ۶۵ منډې وکړې.

نوین الحق ۳ او سکندر رضا د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.

خو د کابل لوبډلې دا منډې د نوید عبید او عمران جنت د تیزې لوبې په وړاندې ډېرې نه وې.

نوید په ۷۰ منډو وسوځېد خو عمران جنت ۷۶ منډې ناسوځېدلی پاتې شو.

بند امیر لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۷ اوور کې پوره کړ. او لوبه یې په اتو ویکټو وګټله.

دې سره کابل بازان ، امو نهنګان، بند امیر او مس عینک لوبډلو دوهم پړاو ته لاره وموندله خو بست او سپین غر له مخکې تګه پاتې شول.