BBC
 شاته

بلخ کې د مېرمنو لپاره ځانګړې راډیو

Image caption په بلخ ولایت کې دا مهال ۱۱ غږیزي رسنۍ فعالیت لري چې یوه یې هم د ښځو ځانکړې راډیو 'بانو' ده.

د افغانستان په بلخ ولایت کې د نجونو یوي ۱۱ کسیزه ډلې د ښځو لپاره یوه ځانکړې راډیو جوړه کړي.

څو کاله وړاندې د ښځو لپاره یوې بلې راډیو هم فعالیت پیل کړی و، خو د ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي دلایلو له امله اړ شوه چې نارینه هم پر دنده وګوماري.

اوس د نجونو دغې ۱۱ کسیزه ډلې د بانو په نوم راډیو چلولو ته ملا تړلې.

دا مهال شپه او ورځ کې دغه راډیو ۱۸ ساعته ټولینزو چارو برخو کې خپرونې لري، چې لویه برخه ېې موسیقي ته ځانګړې شوې ده.

افغانستان کې خبریالان او په ځانکړې توګه نجونې له کوره د باندې د دندې پر مهال کله نا کله د ځینې کسانو له نا مناسب چلند سره مخ کېږي.

د بانو په نامه د دغي راډیو یوه کارکونکې نیلوفر وايي دا چې د دغې راډیو ټولې کارکونکې مېرمنې دي، دا هم د کار پرمهال ځان هوسا ګڼي.

''ما وړاندې هم په نورو غږیزو رسنیو کې دنده کړې، خو له کله نه مې چې په ' بانو ' راډیو کې دنده پیل کړې ځان هوسا ګڼم، دلته زما ټولې همکارانې ښځینه دي''

د بانو راډیو چلونکې واېي خپل ټول لګښت داعلاناتو د خپرلو له لاری لاسته راوړي.

د دغې راډیو مسووله نوریه ندا وايي دوی هڅه کوي چې نورو نجونو او مېرمنو ته هم په دغه راډیو کې دکار زمینه برابره شي.

نوموړی وايي تر ډېره یې د خپرونو موخه د ښځو د ستونزو ته دحل لارې لټول او د دوی اړوند موضوعاتو راسپړل دي.

'زموږ هدف د ښځو او ځوانانو لپاره دځانکړې راډیو، دلته ډېرو نجونو ته دکار لپاره ارامه فضا شته، موږ خبرونه، سیاسي، ټولنیز او فرهنګي خپرونې لرو او هڅه کوو د ښځو دحقونو اړونده خپروني ډېرې کړو'

Image caption ناامنۍ په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې له لویو ستونزو بلل کېږي.

مالي مرستې

خو د افغانستان د شمال خبریالانو دټولنې مرستیال ذبیح الله احساس وایي، دغه نجونې به له کلیوالو سیمو نه د راپورونو راټولولو پرمهال دنارینه خبریالانو ګومارلو ته اړ شي او که پیاوړی مالي ملاتړ ونه لري د اعلانانو په پېسو به راډیو ونه شي چلولای.

''دا راډیو چې دښځو ده، نو دښځو ستونزي رابرسېره کوي او په بلخ کې هم دښځو ستونزې په کلیوالو سیمو کې دي. دا چې کلیوالو سیمو ته د بېلو دلایلو له امله د نجونو تګ ښايي ګران وي او له دی امله به ښایي دا راډیو هم اړ شي، چې نارینه خبریالان هم په دنده وګوماري.''

په بلخ ولایت کې دا مهال ۱۱ غږیزي رسنۍ فعالیت لري چې یوه یې هم د ښځو ځانکړې راډیو بانو ده.

په رسنیو کې د نجونو فعالیت پر وړاندې ستونزې ډېري دي، چې د دوی خوندیتوب په اړه اندېښنې، نا امنۍ او اقتصادي ستونزې د دوی د فعالیت پر وړاندې لوی خنډونه بلل کېږي.