BBC
 شاته

یوسین بولټ د ۱۰۰ مترو ځغاستې طلايي مډال وګاټه

Image copyright ALLSPORT GETTY
Image caption بولټ په تیرو اتو کلونو کې د ۲۰۱۱ کال د نړیوالو اتلولیو له سیالیو پرته چې په پیلولو(سټارټ) کې د تیروتنې له مخې لری کړی شو د نړۍ د سل مترو ټولې نړیوالې لوبې یې ګتلې ده.

د جامییکا هېواد منډه وهونکی او د نړۍ د چټکې ځغاستې ستوری یوسین بولټ د ریو اولمپیک د سل مترو ځغاسته کې بیا د سرو مډال وګاټه.

نوموړی لومړنی ځغاستونکی دی، چې په دریو پرله پسې اولمپیک لوبو کې دا ډول بري ترلاسه کوي.

بولټ د زرګونو مینه والو په منځ کې چې پرلپسې یې هڅاوه، په ۹،۸۱ ثانیو کې سل متره منډه ووهله او امریکايي سیال جاستین ګتلین ته یې ماتې ورکړه.

یوسین بولټ په دې بري سره د درې – درې تاريخی ریکارډ ته نږدې شو. هغه په تېرو دوو اولمپیک لوبو کې په درې ډوله( د سل متره، دوه سوه متره او څلور ضرب سل متره) سیالو کې د سرو مډال وګاټه او که سږ کال هم په ۲۰۰ او ۴۰۰ متره لوبو کې بیا بریالی شي، د چټکتیا په دریو برخو کې به د سرو ټول اصلي مډالونه خپل کړي.

بولټ په تیرو اتو کلونو کې د ۲۰۱۱ کال د نړیوالو اتلولیو له سیالیو پرته چې پیلامه (سټارټ) کې د تیروتنې له مخې لری کړی شو د نړۍ د سل مترو ټولې نړیوالې لوبې یې ګتلې ده.

Image copyright AFP

هغه چې راتلونکي یکشنبه د اګسټ پر ۲۱ خپله۳۰ کلیزه لمانځي، د ریو سل متره پایلوبه کې خبریالانو ته وویل:" نیمګړتیا وه، خو کار مې تر سره کړ، په نتیجه یې ویاړم، هیچا هم تراوسه داسې کار نه دی کړی، ان څوک ور نژدې شوي هم نه دي".

بولټ د سل مترو پایل د خپل سیال۳۴ کلن جاستین ګتلین په پرتله ورو پیل کړ خو له ۶۰ مترو وروسته چټک شو او ګتلین ته یې چې ۰.۰۸ تر شاته و، ماتې ور کړه او د المپیک د سرو اوومه جایزه یې ترلاسه کړه.

Image copyright Reuters
+ د اولمپیک نور مطالب