BBC
 شاته

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر: اروپایي ټولنه مو د مرستې پرځای سپکاوی کوي

Image copyright AP

تر ناکامې پوځي کودتا یوه میاشت وروسته د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو اروپایي ټولنه تورنه کړه چې تر کودتا وروسته یې ددې هېواد سپکاوی کړی.

ښاغلي چاوش اوغلو د جرمني له بېلد ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، د کودتا تر وروستۍ هڅې وروسته، اروپایي ټولنې ترکیې سره د مرستې پرځای، د ګواښ او سپکاوي لاره ونیوه.

اروپایي هېوادونه وایي، ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته ځپنې ښايي ددې لامل شي چې دا هېواد د خپلو وګړو لپاره اروپايي ټولنه کې له ویزې پرته سفر لازم شرایط له لاسه ورکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې که اروپایي ټولنه غواړي ترکیه هغه هوکړې ته پابند پاتې شي چې څو میاشتې وړاندې یې د کډوالو په تړاو دغې ټولنې سره کړی، نو باید د ترکیې اتباعو ته د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې له ویزې پرته د ازاد تګ راتګ ژمنه عملي کړي.

د ترکیې کودتا پایلو ته د اورپایي هېوادونو غبرګون لامل شوی چې د دواړو لوریو اړیکې تر پخوا ډېرې ترینګلې شي.

اروپایي مشرانو خبرداری ورکړی چې که ترکیه کې د اعدام سزا بېرته قانوني شي، نو له اروپایي ټولنې سره د ترکیې یوځای کېدو خبرې به وځنډول شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په وار وار ویلي چې د ترکیې خلک دا غواړي چې هلته د اعدام سزا بېرته قانوني وګرځول شي او پارلمان باید دا غوښتنه په پام کې ونیسي.

ترکیه کې د جولای ۱۵مې ناکامې کودتا وروسته دغه هېواد کې لسګونه زره کسان نیول شوي چې ۲۳ زره کسان یې لا هم په بند کې دي.

کوم انځورونه په ځانګړې توګه تر کودتا وروسته لومړیو ورځو کې خپاره شوي، یو شمېر بندیان ښيي چې ډېر ډبول شوي دي.

د بشري حقونو سازمان له هغو کسانو د ترکیې دولت پر چلند نیوکه کړې چې دا هېواد یې کودتا کې پر لاس لرلو تورنوي. دې سازمان ویلي، د کسانو د شکنجې شواهد ورسره دی.

د ترکیې دولت امریکا میشتی مذهبی شخصیت فتح الله ګولن چې د اردوغان مخالف دی ددې کودتا اصلي عامل بولي او هڅه کوي د دولتي ادارو او بنسټونو په تصفیه کولو د ښاغلي ګولن پلویان له دندو لرې کړي.

خو ښاغلي ګولن د ترکیې کودتا کې هرډول لاس لرل ردوي.