BBC
 شاته

افغانستان کې ۳۰۰ زره موټر قانوني اسناد نه لري

Image caption په تېرو څلورو میاشتو کې له بېلابېلو ادارو کابو ۳۰۰ نمبر پلېټونه د صکوکو چاپ خونې ته لېږل شوي چې هغوی یې د سموالي او ناسموالي په تړاو سپیناوی ورکړي.

په افغانستان کې د موټرو کلپو 'جعلي' نمبر پلېټونو چاپ او کارونې دغه هېواد کې سرخوږی جوړ کړی.

پولیس وایي له دغو پلېټونو په وران کارو کړنو، برمته کولو او جنایي جرمونو کې کار اخیستل کېږي.

کابل کې زموږ همکاره زمزمه نیازۍ پخپل راپور کې وايي، د موټرو کلپو نمبر پلیټونو په کابل کې د موټرو بازار پیکه کړی.

د افغانستان په هر کوچني او لوی ښار کې له خلکو ډېر د موټرو ګڼه ګوڼه لېدلی شو.

د موټرو ټیټې بیې په وروستیو کلونو کې د موټرو پېرلو او پېرودلو بازار تود او ډېر یې د موټر څښتنان کړل. داسې کورنۍ هم شته چې درې څلور موټر لري او په ځینو سیمو کې خو د سیالۍ خبره ګرځېدلې، خو جعل کوونکي هم ارام نه دي ناست او د جعلي نمبر پلېټونو جواز سیرونو جوړول یې ځان ته کاروبار او بې اسنادو موټر لرونکو ته درواغجن کاغذونه برابر کړي.

په تېرو څلورو میاشتو کې له بېلابېلو ادارو کابو ۳۰۰ نمبر پلېټونه د صکوکو چاپ خونې ته لېږل شوي چې هغوی یې د سموالي او ناسموالي په تړاو سپیناوی ورکړي.

په افغانستان کې د موټرو ټول نمبر پلېټونه په صکوک چاپ خونه کې چاپېږي او د ټرافیکو ریاست یې وېشي. د صکوک چاپ خونې مشر احمد حامد صالحې وايي، ورلېږل شوي نمبر پلېټونه ټول کلپ او ناچله وو.

افغان چارواکي وايي، له جعلي نمبر پلېټونو په ناامنۍ، سړي تښتونې، د نشه يي توکو په ناقانونه لیږد او نورو ناغیړیو کې ګټه اخیستل کېږي.

Image caption د افغانستان په هر کوچني او لوی ښار کې له خلکو ډېر د موټرو ګڼه ګوڼه لېدلی شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د جعلې نمبر پلېټونو په مخنیوي کې له ټولو امکاناتو ګټه اخلي. د راپورونو له مخې، له لویو ښارونو بهر د جعلي نمبر پلېټ لرونکو موټرو تګ راتګ خورا دود او زیات دی، د جعلي نمبر پلېټونو زیاتوالي د کورنیو چارو وزارت اړ کړ چې د راټولولو لپاره یې پراخ کمپاین پیل کړي.

د کورنیو چارو وزارت له مرستیال ویاند نجیب دانش مو وپوښتل چې جعلي نمبر پلېټونه چېرې چاپېږي:

''جعلي پلېټونه له افغانستانه بهر به کوچنیو چاپخونو کې د جعل کارو کسانو له خوا جوړېږي‎'.

پر اقتصادي کړکېچ سربېره، جعلي نمبر پلېټ لرونکو موټرو هم د راجستر شویو موټرو د خرڅلاو چاره اغېزمنه کړې.

موټر پلورونکی حامد وایي ''زموږ کاروبار ته یې ډېر زیان اړولی ناوړه اغېز یې کړی حکومت باید د دغې چارې مخه ونیسي''.

د افغانستان د ترافیکو د ادارې د شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې ۷۰۰ زره موټر شته، چې له دغه شمېره یې ۳۰۰ زره قانوني اسناد نه لري دا نو په همدومره کچه د تور کاروبار او ناقانونیو اندېښنې له ځانه سره لرلی شي، خو چېرته چې حکومتي واک په ټولو سیمو او لارو بشپړ اغېز ونه لري د دا ډول چارې کابو کول به هم اسانه نه وي څه چې افغان پولیس د بډو او فساد له تورونو سره سره یې پر وړاندې د درېدو دعوه لري.

Image caption پر اقتصادي کړکېچ سربېره، جعلي نمبر پلېټ لرونکو موټرو هم د راجستر شویو موټرو د خرڅلاو چاره اغېزمنه کړې.