شاته

په واشنګټن کې د افغاني هنرونو نندارتون جوړ شو

د فیروز کو کلتوري ادارې د متحده ایالاتو د واشنګټن ډي سي په ښار کې د افغانستان د هنرونو په هکله یوه ننداره جوړه کړې وه. په نندارې کې د خلکو د عادي ژوند کولو نه نیولې بیا تر لوبو او نورو هنرونو په هکله شیان نندارې ته ایښودل شوي و.

نندارتون د فیروز کو د هنري او کلتوري ټولنې په نوښت په واشنګټن کې د سمیتسونیان په موزیم کې جوړ شوی و. نندارتون د سهار په لسو بجو پیل او د مازدیګره تر پنځو بجو پورې یې ادامه درلوده.

په نندارتون کې د افغانستان لاسي صنایع، خټین لوښي، کاغذ بادونه، قالینې او د ځینو مشهورو سیمو انځورونه ایښودل شوي و چې نندارچیانو ترې خوند اخیست.

د نندارتون تنظیم کوونکی احمد بلال عسکریار وایي پدې نندارتون سره غواړي چې امریکایانو او په امریکا کې میشتو افغانانو ته د افغانستان "بل انځور" وښیي.

" په مطبوعاتو کې تل د افغانستان د جنګ جګړو په هکله خبرې کیږي او مونږ غواړو چې د دا شان پروګرامونو له لارې د افغانستان یو بل اړخ خلکو ته وښیو. غواړو خلک پوه شي چې هلته بیارغونه کیږي. خلک په فرهنګي او هنري برخو کې لګیا دي زحمت باسي. "

ښاغلی عسکریار زیاته کړه چې فیروز کوه پلان لري دغه شان هنري پروګرامونه د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم جوړ کړي او خلکو ته د افغانستان په هکله " سم پوهای " ورکړي.

د نندارې په یوې برخې کې خلکو ته دا ښودل کیږي چې د خټو لوښي څنګه جوړیږي. په بلې برخې کې بیا ماشومانو ته د کاغذ باد د جوړلو طریقه ښودل کیده او یوې میرمنې بیا ګډون والو ته په دري د " بزک چیني" عننعنوي قصه اوروله چې بلې میرمنې په انګریزي ژباړله او خلکو ته ورته غوږ نیولی و.

د نندارې یوه ګډون کوونکې انیا وایي چې د افغانستان د تاریخ او کلتور په هکله یې یوازې د پوهنتون په کتابونو کې لوستي و او اوس "خوښه ده چې هغه څه پخپلو سترګو ګوري" چې دې په کتابونو کې لوستي و.

انیا وایي د نندارې ټولې برخې ورته په زړه پورې وې.

" دلته مې د افغانستان یو بیل انځور ولید. دلته مې هغه څه ولیدل چې ما پخوا نه و لیدلی او زه خوښه شوم. "

په نندارتون کې د افغانستان د محلي سندرو او موسیقۍ تر څنګ د نڅا یوې نړیوالې ډلې ملي اتڼ هم وکړ چې د افغانستان ملي جامې یې اغوستې وې. د نڅا د ډلې مشري اډرین ویلن کوله چې پخپله د امریکا ده خو وایي چې د افغانستان د ملي اتڼ سره خاصه مینه لري. هغه د " نومیډ ډانسرز" یا کوچانۍ نڅاګرو د ډلې مشره ده.

" زه د تیرو دیارلسو کالونو راهیسې افغاني نڅا کوم او ډیره مینه ورسره لرم. د افغانانو نڅا ډیره خوندوره، مینه ناکه او روحیه ورکوونکې ده. "

میرمن ویلن وایي هیله لري چې یوه ور‎ځ به د خپلې نڅا د ډلې سره په افغانستان کې هم د خلکو د خوښۍ لپاره په ننداره کې برخه واخلي .