شاته

داعش په زابل کې د روزنې او استخدام مرکز جوړ کړی

د اسلامي دولت یا داعش ډله چې د تیر شاوخوا یو کال راپدیخوا کوښښ کوي په افغانستان کې د ځان لپاره ځای پیدا کړي، د زابل ولایت د خاک افغان په ولسوالۍ کې چې د ډیورنډ کرښې سره نږدې پرته ده د روزنې او جګړه مارانو د استخدام کولو مرکز جوړ کړی.

دا ولسوالي د شاوخوا دیارلسو کالونو راهیسې د طالبانو په لاس کې ده.

د سیمې خلک وایي چې په لومړي سر کې هغوي پدې نه پوهیدل چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې پلویان هلته دې ولسوالۍ ته د کوم هدف لپاره ورغلي دي. دوي وایي " دا کسان ډیرې پیسې لري، قیمتي جایدادونه اخلي او په بازار کې د شیانو د اخیستو پر وخت هیڅ چانې نه وهې. "

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا محمد حقبیان وایي چې اوس داعش د خاک افغان په ولسوالۍ کې خپل مرکز جوړ کړی او د سیمې خلک روزي او د ځان سره یې یو ځای کوي. ښاغلی حق بیان وړاندې وایي چې " دغه وسله وال زښته زیاتې پیسې لري او د سیمې خلک غریب دي او همدا وجه ده چې ښایي ډیر په آسانۍ به جذب شي. "

حق بیان وایي د مرکزي حکومت نه یې غوښتي دي چې د زابل د ولایت نه دې د داعش په ایستلو کې مرسته وکړي خو زیاتوي چې " هیڅوک ورته غوږ نه نیسي. "

د ولایتي شوار رئیس همدارنګه وویل چې د ځایي چاراکو سره دا ثبوت شته چې په زابل کې دغه وسله والې ډلې په عراق کې د داعش سره دوامداره اړیکې نیسي او د هغوي لخوا ورسره مالي مرستې هم کیږي.

په همدې حال کې د زابل امنیه قوماندان میرویس نورزی وایي چې د خاک افغان په ولسوالۍ کې د داعش جګړه ماران ښه مجهز دي او د سټلایټ ټکنالوژۍ نه کار اخلي. ښاغلی نورزی هم د هغوي د روزنې او استخدام د کمپ موجودیت تائیدوي."

د زابل په ولایت کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې موجودیت ته هغه وخت د خلکو زیات پام شو کله چې دې ډلې پروسږکال د نومبر په میاشت کې اوه هزاره ګان وتښتول او بیا یې په بې رحمۍ ووژل.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نکلسن وایي چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په خلاف د افغانستان د امنیتي ځواکونو په جګړې کې د دې ډلې سل ګونه قوماندانان او جګړه ماران وژل شویدي. جنرال جان نکلسن وایي چې د افغانستان په ختیځ کې د داعش په خلاف د عملیاتو له وجې دې ډلې جنوب خوا ته مخه کړې خو معلومه نده چې آیا هغوي به د زابل ولایت او که کومې بلې خوا ته تللي وي.

امریکایي چارواکي همدارنګه وایي چې ښایي د افغانستان په ختیځ کې به د داعش پنځلس سوه یا درې زره جګړه ماران ولري چې اکثره یې د پاکستاني طالبانو پخواني غړي دي.

سره لدې چې په د زابل ولایتي چارواکي وایي پدې ولایت کې د داعش په خلاف د پوځي عملیاتو غوښتنه کړې خو په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو ویاند برید جنرال چارلز کلیولنډ وایي د امریکا پوځي استخباراتو تر اوسه داسې شواهد ندي موندلي چې د زابل په ولایت کې د داعش موجودیت ثابت کړي.