شاته

مرجان: د انټرنېټي خدماتو د لوړولو په هدف دوه تړونونه لاسلیکوو

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، د همدې کال په ترڅ کې غواړي له منځنۍ آسیا سره د انټرنیټي خدماتو د لوړولو په هدف دوه تړونونه لاسلیک کړي.

د دغه وزارت مرستیال ایمل مرجان وایي، د دې لپاره چې افغانستان له انټرنیټي شبکو سره د ځمکې له لارې وصل شي نو کلونه وخت نیسي او د دې کار لپاره هڅې کیږي.

له ښاغلي مرجان سره د ازادي راډیو خبریال محمد حدیث پردېس مرکه کړې ده: