BBC
 شاته

کابل بازانو خپله پرله پسې پنځمه لوبه وګټله

Image copyright ACB

د شپږیزې سیالیو په لړ کې په لومړۍ لوبه کې د مس عینک او بند امیر لوبډلو سیالي سره وکړه. په بله لوبه کې بیا کابل بازانو خپله پنځمه بریا ولمانځله.

نن (۱۴ اګست) د شپږیزې سیالیو په لړ کې په لومړۍ لوبه کې د مس عینک او بند امیر لوبډلې سره مخامخ شوې.

بند امیر لوبډلې لومړی منډو جوړولو ته ملا وتړله او په شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۷منډې جوړې کړې.

محمد نبي نن یو ځل بیا ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په ۲۹ توپونو یې ۶۵ منډې وکړې.

نبي اووه شپږیزې او دوه څلوریزې ووهلې. حشمت شهیدي ۲۱ منډې وکړې، خو نورو لوبغاړو د پام وړ منډې ونه کړې.

د مس عینک لوبډلې برید ګر لوبغاړی نور علي ځدراڼ د پرونۍ ورځې ټپونو له کبله نن په لوبه کې نه و. خو د نورو لوبغاړو ښې لوبې د هغه تشه تر یوې کچې پوره کړې.

د احسان الله ۴۷ او نوروز منګل ۴۱ منډو دغې لوبډلې ته د بریا چانس ډېر کړ. ګلبدین نایب هم د ۲۱ منډو په جوړولو ناسوځېدلی پاتې شو.

په دې سره مس عینک لوبډلې د شلم اور په لومړي توپ ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې په پنځو وېکټو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی هم د دغه ټيم لوبډلمشر نوروز منګل وبلل شو.

دویمه لوبه چې د کابل په وخت په دوه بجو پیل شوه، کابل بازان له بست ساتونکو لوبډلې سره مخ شول.

لوبه کابل بازانو لوبډلې پیل کړه، او په ټاکل شویو شل اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۴۵ منډې جوړې کړې.

نجیب تره کي ۴۷ او کریم جنت ۳۹ منډې جوړې کړې. د بست ساتونکو لوبډلې له لوري سید شېرزاد د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول.

په مقابل کې یې د بست ساتونکو لوبډلې پیل ښه نه و. دوی د ۱۸ منډو درلودلو پر مهال څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل.

امیر حمزه څلور او کریم جنت درې ویکټې واخیستې.

که څه نجیب ځدراڼ تیزه لوبه وکړه او ۶۶ منډې یې وکړې، خو نورو لوبغاړو یې ملګرتیا ونه کړه. د بست ساتونکو لوبډلې ټول لوبغاړي په اتلسم اوور کې د ۱۰۹ منډو په جوړولو سره وسوځېدل او کابل بازانو لوبډلې خپله یو بله بریا هم ولمانځله.

کابل بازان لوبډله تر دې دمه د سیالیو لوبډلو د کتار په سر کې ځای لري.