BBC
 شاته

"ګوام ته توغندی توغول د اګسټ نیمايي کې تیارېږي"

د انځور حقوق AFP

شمالي کوریا وايي، د اګسټ منځ کې به دې ته چمتو وي چې ګوام کې د امریکا د بم غورځونکو ستراتیژیکې اډې ته نږدې توغندی وتوغوي.

ګوام په ارام سمندرګي کې پرته سیمه ده چې د امریکايي پوځ د بم غورځوونکو یوه ستراتیژیکه اډه او د یو لک ۶۳ زره کسانو استوګنځی دی.

د پیونګ یانګ دا غوره په داسې مهال ده چې له واشنګټن سره یې ناندرۍ لا ډېرې شوې دي.

* امریکا شمالي کوریا ته: موږ ستاسې دوښمن نه یو

* "نوي بندیزونه اورونه بلوي، چې امریکا به هم وسیځي"

کله چې تېره سې شنبه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، شمالي کوریا به په ناوړه ګام پورته کولو سره له اور او غوسې سره مخ شي، نو په ځواب کې پیونګ یانګ وویل، دوی ګوام ته د توغندي توغول ارزوي.

اوس د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وايي، که د دغه هېواد مشر کیم جون اون د پوځ دا پلان ومني "هواسونګ- ۱۲ توغندی به پر جاپان تېر شي او له ګوام ۱۷ میله لرې به سمندر کې وغورځي".

دغه رسنۍ د پوځ د لوی درستیز کیم رک ګیم له خولې وايي:

"د کوریا خلکو پوځ به هواسونګ ۱۲ توغندي د جاپان پر شیمن، هرشیما او کویچي پر ادارو د پاسه وتوغوي".

د پنټګان خبرداری

ر د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا دفاع وزیر

د شمالي کوریا د پوځي چارواکو له دې څرګندونو مخکې د امریکا د فاع وزیر جېمز ماتیس وویل، شمالي کوریا دې داسې څه نه کوي چې د دغه هېواد د رژیم په پرځولو تمام شي.

"شمالي کوریا باید له هر هغه ګام لاس واخلي چې د رژیم د پرځېدلو او د خلکو د له منځه تللو سبب یې شي".

* "سي‌ای‌اې د شمالي کوریا د رهبر د وژلو هڅه کوي"

* شمالي کوریا د لویو وچو ویشتونکي توغندي ازمویلو ادعا کوي

ښاغلي متیس د چهارشنبې په ورځ یوه بیان کې پر پیونګ یانګ غږ وکړ چې د وسلو سیالي پرېږدي.

"د کوریا جمهوریت ولسواک خلک باید د ځان ګوښه کولو لار او اټومي پروګرام پرېږدي".

د امریکا دفاع وزیر دا هم وايي، چې ډونلډ ټرمپ ته یې لومړنۍ بریا دا وه چې د توغندي ضد ډال او د امریکا د اټوم مخنیوونکې وړتیا یې زیاته کړه.

د امریکا ډيپلوماټیکې هڅې

د انځور حقوق Reuters

هغه زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ډيپلوماتیکو لارو د کړکېچ اوارولو هڅه کوي:

"خو دا هم باید هېره نه کړو چې امریکا او ملګري یې د دفاع او یرغل خورا کره او ډېره تیاره وړتیا لري او د شمالي کوریا هر ګام به له څو چنده ځواکمن غبرګون سره مخ شي".

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن وايي، فکر نه کوي چې شمالي کوریا ګوام ته سملاسي خطر پېښ کړي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو هم له فرانس خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، چې ګوام کې یې د خپلې پوځي اډې تدابیر زیات کړي نه دي.