BBC
 شاته

ایران: د نڅا په تور شپږ کسان نیول شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایراني چارواکو په زومبا ډوله نڅا بندیز لګولی دی

رپوټونو کې ویل شوي ایراني چارواکو هغه شپږ کسان نیولي، چې (زومبا) ډوله نڅا یې نورو ته ور زده کوله او د 'ژوند طرز ' بدلولو هڅه یې کوله.

پر نیول شویو څلورو نارینه وو او دوو ښځو تور لګېدلی دی، چې نڅا یې کوله او دغه ښځې بې حجابه وې.

ویل شوي، چې 'دوی نجونې او هلکان لوېدیځ ډوله نڅا ته هڅول او ویډیو یې پر خواله رسنۍ خپره کړې. '

ایران کې د لاتیني امریکا دغه ورزش ډوله نڅا ناندریزه بلل کېږي.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې د سپاه پاسدران انقلاب اسلامي ځواک د یوه قومندان حامد دمقاني له قوله ویل شوي:

''د یوې داسې شبکې غړي پېژندل شوي او نیول شوي دي، چې لوېدیځواله نڅا یې نورو کسانو ته ورزده کوله او ویډیو یې ورنه ثبت کړې. دوی داسې حال کې د سپاه پاسدارن له لوري نیول شوي، چې نورو ته یې زده کړه ورکوله، ویډیويي ثبت یې کاوه، د ژوند تېرولو د طرز بدلولو هڅه یې کوله او د حجاب بندیز یې نه مراعتاوه. ''

له موګریني سره سيلفي ایرانی استازی بښنې ته اړ کړ

ایران منلې چې سعودي یې وګړي نیولي

د ایران د قانون له مخې باید مېرمنې په عام محضر کې ټيکری پر سر کړي او د کورنیو له نژدې غړو پرته د پردیو نارینه وو پر وړاندې د نڅا اجازه نه لري.

زومبا ډوله نڅا په لویدیځ کې د ورزش او متناسبو بدني حرکتونو په توګه ډېر مینه وال لري او له بندیزونو سره یې هم په ایران کې ځینې مینه وال شته.

د روان کال جون میاشت کې د ایران سپورت فدراسیون ویلي و دغه تمرینات 'ریتماتیک خوځښتونه لري، نڅا په کې ده او په هر نوم او بڼه غیر قانوني ده ' له هفه وروسته په خواله رسنیو کې په دې اړه پراخ بحثونه شوي وو.

یو شمېر کسانو په ورزش ځایونو کې پر زومبا بندیز د اسلامي دولت ډلې له سختو بندیزونو سره ورته ګڼلي وو. د یوې جیمخانې څښتن افتاب یزد نومې ورځپاڼې ته ویلي و، چې دوی به د دغه ډول تمریناتو زده کوه ورکولو ته دوام ورکړي، خو په وینا یې یوازې نوم به یې بدل کړي.