شمالی کوریا پر ګوام د توغندیز برید ګواښ کړی
د شمالي کوريا رسمي خبری اېجنسۍ وايي دغه هېواد ګوام کې د امريکا هوايي اډې سره نژدې پر توغنديزو ګوزارونو غور کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لفظي شخړې زياتوالی ښيي.
راپور کې ويل شوي، پيونګ يانګ پر يو داسې پلان غور کوی، چې غواړي لوېديځ ارام سمندر کې د دې امريکايي سيمې شاوخوا، چې سټراټيژيکې بم غورځوونکې الوتکې يې په کې دي، له منځني تر اوږدواټنه توغندي وولي.