پاکستان: نوازشریف د زرګونو پلویانو له قافلې سره کور ته رهي شو
د پاکستان پخواني لومړي نوازشریف له خپلو زرګونو پلویانو سره له اسلام اباده د خپل کور لاهور پر لور په یوه قافله کې سفر پېل کړی، چې پر لاره به يې لږ تر لږه دوې یا درې شپې وشي.
د واکمن ګوند سیاستوال او وزیر شاهدالله وايي، د همدې قافلې له لارې دوی دا پېغام ورکول غواړي، چې د سترې محکمې دغې پرېکړې ته د پاکستان ولس څنګه ګوري.
د پخواني لومړي وزیر نوازشریف پلویان او نژدې ملګري چې د پاکستان د سترې محکمې پرېکړې ته د شک په سترګه ګوري وايي، ددې پرېکړې تر شا د پاکستان پوځ پټ لاس درلود. دوی وايي: "اوس هغوی (پوځ) ته دا ورښکاره کوو، چې ولس ددوی پر ځای له پخواني لومړي وزیر سره دی ".
ښاغلی شریف چې د کورنۍ نومونه یې له پانامه څخه په ډاګیزه شويو اسنادو کې راغلي ول او پرې تور پورې کېږي، چې په بهر کې يې ځينې شتمنۍ پټې ساتلې دي، همدې ته په پام سره د تېري جولای مياشتې پر ۲۸مه نېټه د پاکستان سترې محکمې په يوه پرېکړه کې هغه بې واکه کړ.
- پاکستان: اپوزیسیون ګوندونو د نوازشریف د نااهلۍ پرېکړې هرکلی کړی
- د پاکستان ستره محکمه کې د عمران خان ضد قضیه
- نوازشریف ته د حسن روحاني پیغام: پر ایراني پوله ساتونکو برید کونکي باید ژر تر ژره ونیول شي
- د ټرمپ او نوازشریف "غیررسمي" خبرو پراخ انعکاس موندلی
د پاکستان په قامي اسمبلۍ د نوازشریف د ګوند غړې مايزه حمید وايي، له اسلام اباده تر لاهوره پورې په قافله کې پر سړک تګ د نوازشریف پرېکړه نه، بلکې د ولس غوښتنه وه، چې په خبره يې هغوی خپل مشر غواړي له نژدې وویني.
د اغلې حمید په خبره له اسلام اباده تر لاهوره پورې به د پخواني لومړي وزیر قافله په دريو ورځو کې ورسېږي، چې په لاره به ځای ځای ولسي غونډو ته وینا هم وکړي.
خو ددې برعکس د پاکستان د اپوزیسيون ګوندونه بیا پر ښاغلي شریف نیوکه کوي، چې د سترې محکمې له پرېکړې سرغړونه کوي او په کار نه وه چې دغسې په قافله کې يې سفر یې کړی وای.
پاکستان چې خپل اویا کلن تاریخ کې یې په کې تر ننه پورې یوه لومړي وزیر یا لومړۍ وزیرې هم خپله پنځه کلنه کاري موده نه ده پوره کړې او تل په یوه بل نامه باندې یا خو ګوښه کړل شوي، بندیان شوي او ان وژل شوي دي. ددې تر شا تل تور د پاکستان پر پوځ پورې شوی دی.
همدې ته په پام سره اوس هم د واکمن ګوند مسلم لیګ پلویان او ځينې خپلواک شنونکي په دې باور دي، چې د پاکستان د سترې محکمې د اوسنۍ پرېکړې تر شا هم اصل کې د پاکستان پوځ دی، چې پر بهرنۍ تګلاره يې له نوازشریف سره اړیکې ترینګلې وې.