هند: پرانټرنېټ د هندي فلمونو ناقانونه کتل بند شول
په هند کې دننه له انټرنټي ارشیفه د هندي فلمونو کتل بند شول.
د هندۍ سینما، بالیووډ دوو کمپنیو وروسته له هغه د دوی د فلمونو د غلا شویو کاپي پر لیدو د بندیز اقدام وکړ چې په ټول هېواد کې د یوه فلم له تولید لږ وروسته به یې غلاشوې کاپي په ارزانه بیه د لاسرسي وړ وه.
یوه حکومتي اژانس بي بي سي ته د محکمې حکم استولی دی.
په هغه لست کې چې قاضي د انټرنېټ کمپنیو ته حکم کړی بند یې کړي ۲۶۵۰ وېبپاڼې دي. ډېری وېبپاڼې د اسنادو د راکړې ورکړې لپاره کارول کېږي خو انټرنټي ارشیف هم لري.
- افغان لوبغاړی بالیووډ ستوري افغانستان کې فېلم جوړولو ته هڅوي
- د بالیووډ هغه سندرې چې لسګونه میلیونه روپۍ پرې لګول شوې
- ما ولې بدناموي؟
Wayback Machine نومې وېبپاڼه چې مرکز یې د امریکا سان فرانسسکو کې دی، پر دې مشهوره ده چې انټرنېټ کاروونکي کولی شي په کې د یوې پاڼې پخوانۍ بڼې هم وویني. دا تر ۳۰۲ بېلیونو (میلیاردونو) ډېرې ساتل شوې پاڼې لري.
د دغه کار ترسره کولو کې د بالیووډ دوو کمپنیو ډېره ونډه درلوده، پرکاش جا پروډکشن او رېډ چیلیز انټرټېنمنټ.
اوس چې انټرنېټ کاروونکي وغواړي د پخوا په شان د فلمونو لټون وکړي، یو پیغام ورته راځي چې د حکومت د مخابراتو د وزارت په امر ستاسې لاسرسي ته اجازه نشته.