BBC
 شاته

احدي: دوستم، عطا، محقق سره د خبرو مثبتو پایلو ته خوشبین یم

د افغانستان نوې جبهې مشر انوارالحق احدي وايي، راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره يې د ملي ژغورنې په نامه ترکيه کې جوړې شوې ټلوالې مشرانو سره د يوۀ احتمالي اېتلاف په تړاو خبرې اترې روانې دي.

نوموړى وايي ډېر خوشبين دى چې دغه خبرې اترې به مثبتې پايلې ولري.

ښاغلي احدي بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې وويل له ښاغليو دوستم، محقق او عطامحمد نور سره د احتمالي اېتلاف پر شرايطو او د ټاکنيز ټکټ پر جوړښت لومړنۍ خبرې شوي.

د جنرال دوستم د زوی کوژدې مراسمو کې سیاسي ټلواله؟

'ارګ هېواد کې د توکمیز نفاق تخم شیندي'

"په نظام کې شتون او پر نظام نیوکې دواړه نشي کېدای"

هغه زياته کړه چې خبرې اترې لا وروستۍ نه دي خو پر دوام يې ټينگار کاوه.

د دغه افغان حکومت مخالفي مشر دا څرگندونې وروسته له هغه مخې ته راځي چې په بلخ کې د دغه ولايت له والي عطامحمد نور او ترکيه کې د افغان ولسمشر له لوموړي مرستيال عبدالرشيد دوستم سره يې د ناستو انځورونه په خواله رسنيو کې لاس په لاس شول.

د ښاغلي احدي منتقدين پر نوموړي نيوکې کوي چې په اوسني حکومت کې ورته ته دنده نه ده ورکړل شوې، نو دى د شخصي موخو لپاره دا هلې ځلې کوي.

خو نوموړى دغو نيوکو ته په ځواب کې "د ملي ژغورنې" په نامه د ټلوالې مشران له پراخ ولسي اغېز برخمنې څېرې بولي.

حال دا چې ښاغلي احدي ور سره د ولسمشر غني له لوري د شوې ژمنې نه پوره کېدو له امله ماڼيجن و وې ويل "زه يوازينى کس نه يم چې د دوى د ملاتړ ترلاسه کولو هڅه مې کړې."

ښاغلى احدي زياتوي چې ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دۀ په وينا د دغو وگړو د ملاتړ تر لاسه کولو هڅې کړي دي او له دې کړنې يې موخه د دۀ په وينا په افغانستان کې د خلکو د رايي په مټ په نظام کې بدلون راوستل دي.

انوارالحق احدي وايي له ښاغلي دوستم، محقق او عطامحمد نور سره تماسونه د نوې جبهې غړو په سلا مشورو شوي.

انوارالحق احدي اوږدې مودې لپاره د افغان ملت گوند مشر و، د نوموړي د مشرۍ په وروستيو کې د ياد گوند د غړو خپلمنځۍ ناندريو او ويش په تړاو رپوټونه خپاره شول.

د انځور حقوق ENAYAT FARAHMAND FACEBOOK
Image caption د ملي ژغورنې په نامه د ټلوالې مشران د پارلماني نظام او د نامتمرکز واک پلويان دي

ښاغلى احدي وايي د افغان ملت د غړو خپلمنځي مخالفتونه اوس ختم شوي او دغه گوند اوس يوځل بيا يو موټى شوى دى.

نوموړى زياتوى چې له ښاغلي دوستم، محقق او عطا محمد نور سره په خبرو اترو کې د افغان ملت گوند هوکړه هم شامله ده.

د ملي ژغورنې په نامه د ټلوالې مشران د پارلماني نظام او د نامتمرکز واک پلويان دي چې دا تگلاره د ملي جبهې له هغې سره په ټکر کې ده.

خو ښاغلى احدي وايي د خبرو اترو په ترڅ کې به د دواړو غاړو په شرطونو بشپړې خبرې وشي.