حسن روحاني دوې ښځې مرستیالانې ټاکلې
د ایران ولسمشر حسن روحاني دوې ورځې وروسته تر هغه دوې ښځې د خپلو مرستیالانو په توګه ټاکلې، چې پخپله نوې کابینه کې ښځو ته د ونډې په نه ورکولو نیوکې پرې شوې وې.
معصومه ابتکار د ښځو چارو کې د ولسمشر روحاني د مرستیالې په توګه او لعیا جنیدي په حقوقي چارو کې د هغه د مرستیالې په توګه ټاکل شوې.
اغلې ابتکار په چاپېریالي چارو کې د ولسمشر مرستیاله وه.
نوموړې د ایران د انقلاب پرمهال ایران کې د امریکا پر سفارت د برید او برمته نیوونو پرمهال د طب ۲۰ کلنه محصله وه.
هغه مهال نوموړې ځان د ماري په نوم نړیوالو رسنیو ته پېژندلی و او په انګلیسي ژبه یې روانې خبرې کولې.
ایرانیانې ولې پر چارشنبې سپینې جامې اغوندي؟
ښځې په نړیوال سیاست کې څومره رول لري؟
ایران کې یوه مېرمن د لوبې نندارې له کبله په بند محکومه شوې
د ایران د مخکیني ولسمشر یوه مرستیاله شهیندوخت مولاوردي د هېوادوالو د حقونو د ځانګړې سلاکارې په توګه ټاکل شوې.
دوی به د ولسمشرۍ له دفتر سره د هغو دوولس تړاو لرونکو ارګانونو په چوکاټ کې کار کوي چې ولسمشر روحاني یې مشري کوي.
ګوتنیوونکي وايي، ددغو ښځو ګومارل په اصلي واک کې ډېر کم امتیاز ورکول دي.
په تېره فبرورۍ میاشت کې د ایران ولسمشرحسن روحاني په سیاست او کلتوري چارو کې د ښځو د لا ډېرې برې اخیستو غوښتنه کړې وه.
په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته تر اوسه ایله یوه ښځه د وزیرې په توګه ټاکل شوې وه.
د ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د واکمنۍ پرمهال مرضیه وحید دستجردي د روغتیا وزیره وه.