د بګرام هوايي ډګر یوه ښځینه امنیتي ماموره په ډزو وژل شوې
د افغانستان پلازمېنې کابل شمال کې د بګرام ولسوالۍ امنیتي چارواکو بي بي سي ته وویل، بازار کې د بګرام هوايي اډې پر څلورو ښځینه کارکوونکو ډزې شوې، یوه وژل شوې او یوه ټپي شوې ده.
دا پېښه نن غرمه د بګرام په بازار کې شوې.
د پروان امنیه قومندان محمد زمان ماموزي بي بي سي ته وویل، دا یو ترهګريز برید و او په تړاو يې دوه تنه نيول شوي دي:
"له بده مرغه نن پر څلورو ښځینه کارکوونکو د خرڅلاو پرمهال ډزې شوې، یوه وژل شوې یوه ټپي ده او دوې روغې رمټې له بریده وتلې دي."
نوموړی وايي، په نښه شوې د بګرام هوايي ډګر د امنیت کارکوونکې دي.
ښاغلی مموزی وايي، د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي.
بګرام هوايي اډه په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو تر ټولو لوی نظامي مرکز دی. د ښاغلي ماموزي په وینا د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پېل شوې دي.