شاته

اجرائيه ريس له درېيو بهرنيو چارواکو سره په يوه ورځ وکتل

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله نن له څو بهرنيو چارواکو سره د ملي يووالي حکومت پر سياسي موافقې او تعهداتو، دغه راز نورو مسايلو موضوعاتو خبرې وکړې.

د اجرائيه رياست په اعلاميه کې راغلي، چې اجرائيه رئيس او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادا ميچي ياما موتو، د دې موافقې عمل کېدل ضروري ګڼلي دي.

ښاغلي عبدالله په جلا کتنه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي فرانز ميشل ميلبين سره په کتنه کې هم د ملي يووالي حکومت د سياسي موافقې د موادو پر تطبيق ټينګار کړى دى.

اعلاميه زياتوي، چې عبدالله عبدالله دغه راز د افغانستان لپاره د هند له سفير امر سينها سره په کتنه کې ويلي، افغانان د هغو ژمنو عملي کېدل غواړي چې د ملي يووالي حکومت مشرانو ورسره کړي دي.