شاته

صديقي: په هلمند کې لا هم امنيتي ګواښونه شته

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په هلمند ولايت کې لا هم امنيتي ګواښونه شته.

دغه وزارت وايي د کورنيو چارو وزارت ارشد معين ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن او د لوى درستيز مرستيال ډګرجنرال مراد علي مراد په ګرمسېر ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو د څارنې لپاره دغې ولسوالۍ ته ورغلي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د کورنيو چارو وزارت پر رسمي فېسبوک پاڼه په يوه ويډيويي پيغام کې په مجموع کې د هلمند پر وضعيت خبرې کړي:

”وضعيت د بدلون په حال کې دى، خو د هلمند په څو سيمو کې ګواښونه شته، ډېره هڅه کوو، چې دغه تهديدونه ليرې شي“

د هلمند چارواکي وايي په وروستيو ناامنيو کې له بېلابېلو ولسواليو شا و خوا ٤زره کورنۍ بېځايه شوي دي.

د هلمند په اړه بل خبر دا دى په درېيو ولسواليو نادعلي، ګرمسېر او ګريشک کې ٢٥ تنه وسلوال وژل شوي دي.

د هلمند د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي، چې په دغو عملياتو کې ٧ تنه نور وسلوال ټپيان شوي دي.