شاته

پر وانت وايګل ولسوالۍ د وسلوالو حمله په شا وتمبول شوه

د نورستان چارواکي وايي پر وانت وايګل ولسوالۍ يې د دولت-ضد وسلوالو حمله يې په شا تمبولې ده.

د نورستان والي وايي چې د کونړ او خپله د نورستان ولايت وسلوالو طالبانو په ګډه پر دې ولسوالۍ نن سهار تهاجمي حمله پيل کړه.

حافظ عبدالقيوم ازادۍ راډيو ته وويل، چې د افغان قواوو د مقاومت په نتيجه کې وسلوال له سيمې تښتېدلي او مرګ ژوبله هم وراوښتې ده.

والي وويل چې له دولت ضد وسلوالو سره ځينې بهرني نښته ويشتونکي هم ملګري وو. خو هغه ونه ويل چې د کوم هېواد اتباع.

په دې حمله کې درې افغان سرتېري هم وژل شوي او شپږ تنه ټپيان دي.