شاته

شنواری: د پاکستان د اوړو نه واردول د سوداګرو فیصله ده

مزمل شنواری وايي د پاکستان نه د غنمو او اوړو نه واردول د افغانستان د حکومت رسمي فیصله نه ده بلکې د افغان سوداګرو فیصله ده.

د امریکاغږ د آشنا راډیو سره په مرکې کې، شنواری وویل چې افغان سوداګرو «په دې آواخرو کې ترجیح ورکړي چې د منځنۍ آسیا، د قزاقستان او ترکمنستان نه اوړه او غنم واخلي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت معین مزمل شنواري وویل چې د افغان سوداګرو دغه کار دوه علته درلودل. لومړی دا چې په دې وروستیو کې د تورخم لاره بنده شوه او د پاکستان څخه د محصولاتو د واردولو په پروسه کې ستونزې وي. دوهم دا چې د ترکمنستان او قزاقستان غنم ارزانه او تر پاکستاني غنمو یې کیفیت ښه و.

ښاغلي شنواري زیاته کړه چې په عمومي توګه د افغانستان د حکومت پالیسي هم دا ده چې د سوداګرو لپاره د تجارت او محصولاتو د واردولو او صادرولو لپاره یوازې په یوې لارې اکتفا و نه شي بلکې متبادلې لارې موجودې وي.

د مزمل شنواری سره د شافعې سردار مرکه دلته اوریدلی شئ:

  • 16x9 Image

    شافعه سردار

    شافعه سردار د ۲۰۰۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکا غږ آشنا راډیو سره د ژورنالستې، نطاقې او پروډیوسرې په حیث کار کوي. هغې د کابل د پوهنتون د فارمسۍ په پوهنځی کې زده کړې کړې دي. شافعه سردار د آشنا راډیو د روغتیا او آشنایانو د ادبي دیرې د اوونیزو خپرونو کوربنه ده.