شاته

ترکیه وايي د داعش په وړاندې مبارزه به یې دوام لري

ترکيه وايي د لوېديځ او انقرې ترمنځ له وروستي کړکېچ سره- سره به د داعش پرضد د مبارې لپاره د امريکا تر مشرۍ ائتلاف کې د ترکيې رول له ځنډ او خنډ پرته روان وي.

د تېرې مياشتې تر ناکامې پوځي کودتا وروسته د حکومت د ځپونکو اقداماتو له کبله د لوېديځ او انقرې ترمنځ په اړيکو کې کړکېچ راغلى دى.

د ترکيې دفاع وزير فکري ايشيق دا خبره نن په هغه مرکه کې وکړه چې له خبرتُرک ټلويزيون نه خپره شوه.

ترکيې د ٤٠ فيصده جنرالانو په ګډون په زرګونو سرتېري او ملکي مامورين د جولاى د پنځلسمې تر ناکامې کودتا وروسته له دندو ليرې کړل.

ترکيه وايي دغه کودتا په امريکا کې د دېره مذهبي مشر فتح الله ګولن د پلويانو له خوا تنظيم شوې وه.

خو ګولن د تېرې مياشتې د کودتا په هڅه کې چې له کبله يې څه باندې ٢٧٠ کسان ووژل شول- خپل دخالت ردوي.

د امريکا متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې د ترکيې له حکومت نه غوښتنه کړې چې له ځپونکو اقداماتو ډډه وکړي.

په لسګونو زره پوځيان، پوليس او نور مامورين د کودتا د هڅې په تړاو نيول شوي، له دندو ليرې کړاى شوي يا هم پوښتنې ګروېږنې ورڅخه شوې دي.