BBC
 شاته

له ګولن سره د تړاو په تور د فوټبالر د نیولو حکم

Image copyright hurriyet.com.tr
Image caption هاکان شکور د ترکیې لپاره ۱۱۲ لوبې کړې او ۵۱ نړیوال ګولونه یې وهلی دي.

د ترکیې دولتي رسنۍ وايي، چې د دغه هیواد د ناکامې کودتا پلټونکو څارنوالانو د یوه مشهور فوټبالر هاکان شکور د نیولو حکم کړی دی.

هاکان شکور په نړیواله کچه د ترکیې د فوټبال خورا پېژندل شوی لوبغاړی و.

د نوموړي د موندلو لپاره د ترکیې په ختیځ کې دوه کورونه پلټل شوي دي او چارواکي وايي، چې دغه پخوانی فوټبالر د "وسلې والې ترهګرې ډلې " په غړیتوب تورن دی.

هاکان شکور چې یو وخت په پارلمان کې د واکمن ګوند غړی هم و، د ناکامې کودتا د پلانوونکي روحاني مشر فتح الله ګولن پېژندل شوی ملاتړی هم دی.

نوموړی څو میاشتې مخکې امریکا ته کوچېدلی دی.

د هاکان شکور ټوېټ او وېبپانې ته د جمعې په ورځ لاسرسی نه کېده.

نوموړي په تېر کې له دغه روحاني مشر فتح الله ګولن خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

حاکان شکور د ترکیې لپاره ۱۱۲ ځلې لوبې کړې او یو پنخوس نړیوال ګولونه یې وهلي دي

حاکان شکور په ۲۰۰۷ کال کې تقاعد شوی دی، نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې د دوو کلونو لپاره په پارلمان کې د واکمن ګوند غړی و.

فتح الله ګولن چې په امریکا کې یې خپل خوښې جلاوطني غوره کړې، د ترکیې حکومت یې د تېر جولای پر پنځلسمه د ناکامې کودتا اصلي پلانګر بولي او ستنېدل یې غواړي.

نوموړی په کودتا کې لاس درلودل ردوي.

په ترکیه کې د ناکامې کودتا پرمهال چې د پوځي یوې برخې غړو کړې وه تر ۲۷۰ پورې کسان مړه او ډېر نور ټپيان شول.

ولسمشر رجب طیب اردوغان په ځواب کې له پوځي او ملکي ادارو په لسګونو زره کسان له فتح الله ګولن سره د تړاو په شک وشړل چې پر موازي حکومت جوړولو تورن دی.

Image copyright EPA

ښاغلي اردوغان ته په خواله رسنیو کې د سپکاوي په تېر په تېر جون کې هم د هاکان شکور غیابي محاکمه وشوه. د نوموړي د نیولو لپاره د څارنوالانو پرېکړه هم په دې هیښوونکې نه ده، چې د امریکا مېشتي روحاني ملاتړ کوي.

څارنوالان د هاکان شکور د پلار نیول هم غواړي چې له کلونو راهیسې د ده مدیر پاتې شوی او اوس په امریکا کې اوسي.