BBC
 شاته

شاه رخ خان د امریکا هوايي ډګر کې 'نیول' شوی

شاه رخ خان Image copyright AFP
Image caption شاه رخ خان مخکې هم د امریکا په هوايي ډګرونو کې نیول شوی و

د متحده ایالتونو چارواکو په لاس انجلس نړیوال هوايي ډګر کې د بالیووډ ستوری شاه رخ خان 'نیولی'، چې بېرته خوشی شوی دی.

خان په دې خواشیني ښودلې، خو لا هم معلومه نه ده، چې ولې نیول شوی و.

په هند کې د امریکا سفیر د شاه رخ خان د نیولو له امله بښنه غوښتې او وايي، چارواکو ډاډ ور کړی چې بیا به داسې پېښه ونه شي.

په ۲۰۱۲ کال هم خان نیویارک ته نژدې په وایټ پلېنز هوايي ډګر کې د ۹۰ دقیقو لپاره درول شوی و.

په ۲۰۰۹ کال هم په نیوارک هوايي ډګر کې د دوو ساعتونو لپاره درول شوی و او بیا د هند د سفیر په منځګړتوب خوشی شو.

خان، ټویټ کړې ده، چې د جمعې په ورځ لاس انجلیس ته الوتنه درلوده:

خو دغه هنرمند زیاتوي، د "نیونې" لپاره روښانه لار وه.

که څه هم د امریکا د کډوالۍ چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو مرستیاله نیشه بیسوال د ټوېټ له لارې له خان بښنه غوښتې.

هغې دا هم ویلي دي، چې د متحده ایالتونو ډیپلوماټان هم له دا ډول وضعیت سره مخ کیږي.

Image copyright Twitter
Image copyright Twitter

له هغه وروسته د هند لپاره د امریکا سفیر رېچ ورما هم له خان بښنه وغوښتله.

ځینې هندیان په دې حیران دي، چې ولې د بالیووډ خورا لوی ستوری په بیا بیا د متحده ایالتونو په هوايي ډګرونو کې نیول کیږي.

په ۲۰۱۲ کال چې دغه هنرمند په خصوصي الوتکه کې امریکا ته ورسېد، د هنر ښودنې لپاره یال پوهنتون ته په لار پولیسو ودراوه.

وروسته د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو د خوندیتوب چارواکو د دې پېښې په تړاو"ژوره" بښنه وغوښته.

د هند د حکومت یو وزیر هغه مهال وویل چې د متحده ایالتونو د بندي کولو او بښنې غوښتلو پالیسي به دوام ونه کړي.

خان هم لږ وروسته دا پېښه بابېزه وبلله او ټوکه یې ترې جوړه کړه.

هغه د یال پوهنتون د زدکوونکو ناستې ته وویل: "کله چې ځان ته په غوره کې شم، نو امریکا ته سفر لرم او بیا د کډوالۍ چارواکي دا ستوری له اسمان وباسي."

Image copyright Twitter

خان له اویا ډېرو فلمونو کې کار کړی دی او د هندي سینما تر ټولو منلی او وتلی لوبغاړی دی.