BBC
 شاته

د عکسونو البوم: پوکمون ته ورته واقعي ژوي

"پوکمون ګو" لوبه په ګرده نړۍ کې په کم وخت کې ۱۰۰ میلیون ځله ولېښل (ډاونلوډ) شوه او هره ورځ یې مینه وال ډېرېږي. پوکمون ګو په ګرځنده تیلېفون کې یوه لوبه ده چې په مجازي نړۍ کې د حیرانوونکو ژوو په ښکار پسې سړی بیايي.

په لاندې انځورونو کې ځینې واقعي ژوي/حشرې دي چې د پوکمون ګو لوبې ژوو ته ورته دي. دوی د نړۍ په ډېرو لیرو برخو کې اوسېږي او هر یو یې دا توان لري چې په مټ یې پوکمون سیالۍ کې له مصنوعي ژوو سره سیالي وکړي.

پفر کب

ځانګړی توان: زهرجن

پفر کب د ځمکې پرسر تر ټولو ډېر زهر لرونکی کب ګڼل کېږي.

ورېښمني موما الپیوم چینجی

ځانګړی توان: خارښ

یوډول ورېښمني چینجی دی، چې په اغزنو وزرو خارښ رامنځ ته کوي.

ښیښه يي چیندخه

ځانګړی توان: په سترګو نه لیدل کېږي

ښیښه يي چیندغه روڼ پوستکی لري چې له ورایه یې د رګونو سربېره داخلي غړي هم ښکاري.

ناریالي چنګاښي ژوی

ځانګړی توان: ځواک

دغه چنګاښي ژوی د ځواکمنو چنګکونو له کبله مشهور دی.

یواکاري لغړه بیزو

ځانګړی توان: سلامتیا

دغه ببره، خو لغړه بیزو د تودوخې او سړې هوا مقابل کې ډېر مقاومت لري او سوربخن رنګ یې د سلامتیا نښه ده.

پاڼیزه لکی لرونکی کربوړی

ځانګړی توان: پټېدل

دغه خزنده د ونو پاڼو کې له دې کبله ژر ځان پټول شي، چې لکۍ یې د پاڼې په شان ده.

ډامبو اکټوپوس

ځانګړی توان: ځیرک

د نامه برعکس (ډامبو) ډېر ځیرک ژوی دی.

جني شارک

ځانګړی توان: ګاز اخیستل

دغه کمیابه شارک پخپلو وحشتناکو غاښونو د ګاز اخیستلو او غوڅولو ډېر مهارتونه لري.

هیلۍ ته ورته پلاټیپوس

ځانګړی توان: څېره بدلول

پوزه لرونکی موږک

ځانګړی توان: د بوی قوي حس

دغه ډول ړوند موږک پخپل عجیب دماغ سره د بوی تر ټولو ډېر قوي حس لري.

ډال لرونکی مرغه

ځانګړی توان: ډال کېدل

د دغه مرغه مښوکې لاندې عجیبه ډډبیکی دی، چې ډال ترې جوړوي او مخالف جنس ورجذبوي.

ماښام څکلکی سورخولی کب

ځانګړی توان: بندول

دغه کب ظاهراً غمجن ښکاري، چې په سره خوله د سمندر تل ته رسېږي.

اوږدپوزه بیزو

ځانګړی توان: غورېږ جوړول

ددغې بیزو پوزه د لاسپیکر کار ورکوي او ترې راوتونکی غږ څو ځله لوړوي.

د ښکلې کورنۍ ارمادیلوي

ځانګړی توان: کیندل

دغه کوچنی ژوی د اوږد وخت لپاره ژوره کیندنه کولی شي.

آی آی

ځانګړی توان: حساسه ګوته

دغه ژوی یوه اوږده ګوته لري، چې په مټ یې د ونو پوست کې د چینجیو او حشراتو له موجودیته ځان خبروي.