BBC
 شاته

ټرمپ: اوباما د "اسلامي دولت" بنسټګر دی

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption د جمهوریپالو وړاندوېینه دا وه چې له لومړنیو ټاکنو وروسته به ټرمپ خپله تګلاره بدله کړي

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوريپال ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ولسمشر اوباما د "اسلامي دولت" نومې ډلې بنسټګر بللی دی.

ټرمپ دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ فلوریډا ایالت کې خپلو پلویانو ته کړې دي چې وايي: "دوی د ولسمشر اوباما درناوی کوي، هغه د داعش ډلې بنسټګر دی".

نوموړي له ډیموکراټ ګوند نه ولسمشریزو ټاکنو ته پر نوماندې هیلري کلنټن هم نیوکه وکړه او هغه یې د داعش ډلې په رامنځ ته کولو کې د "اوباما شریکه" وبلله.

اغلې کلنټن د ټرمپ څرګندونې "له سپکاوي ډکې خبرې" ګڼلې دي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل، اوباما او کلنټن د "اسلامي دولت" ډلې لپاره "ترټولو ډېر قیمتي لوبغاړي" دي.

ده پر ولسمشر اوباما تور پورې کړ، چې ګني سخت دریځو ته یې د فعالیتونو پراخولو اجازه ورکړه او له داعش ډلې سره نرم چلند کوي.

تر اوسه سپینې ماڼۍ د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د کلنټن ویاند ویلي: "دا څرګندونې د ټرمپ په بې ادبۍ دلالت کوي او د روسیې د ولسمشر هغه خبرې تکراروي چې د امریکا مشرانو او ګټو ته له سپکاوي ډکې دي، خو د ترهګرۍ د مبارزې لپاره څرګند او جدي پلان نه لري او یا دا چې امریکا لا ډېره خوندي کړي".

په وروستیو اونیو کې، د جمهوریپال ګوند ډېری مشرانو د ټرمپ له څرګندونو وروسته له نوموړي څنګ ته شوي دي. سناتورې سوزان کولینز په جار وویل چې ټرمپ ته رایه نه ورکوي.

د پنجشنبې په ورځ "ټایم" مجلې وویل، د جمهوریپال ګوند د ملي جرګه ګۍ مشر رینس بریباس د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین د تمویل درولو ګواښ وکړ.

د نظرپوښتنو له مخې، په وروستیو اونیو کې د امریکا مهمو ایالتونو کې د ټرمپ ملاتړ په کمېدو دی.

هیلري کلنټن ویلي، ښاغلی ټرمپ خپل ملاتړي تاوتریخوالي ته هڅولي دي، خو ټرمپ وايي له خبرو یې (ناسمه) ګټه اخیستل شوې ده.

Image copyright Getty
Image caption هیلري کلنټن ویلي، ښاغلی ټرمپ خپل ملاتړي تاوتریخوالي ته هڅولي دي، خو ټرمپ وايي له خبرو یې (ناسمه) ګټه اخیستل شوې ده.

وړاندې، ټرمپ امریکا ته د مسلمانانو د ورتګ د مخنیوي غوښتنه کړې وه، چې پخپله جمهویپال ګوند هم خوله خوله کړ او د نړۍ په ګڼو برخو کې یې پروړاندې توند غبرګونونه راوپارېدل.