BBC
 شاته

عبدالله عبدالله د اجراییه او جمهوري ریاست ترمنځ پر نه همغږۍ نیوکه کړې

Image copyright
Image caption ډاکټر عبدالله زیاته کړه، چې د هېواد د مهمو مسایلو لپاره یې له ولسمشره ځانګړی وخت غوښتی

د افغانستان ملي وحدت د حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله د اجراییه او جمهوري ریاست ترمنځ پر نه همغږۍ نیوکه وکړه.

ښاغلي عبدالله چې د خپل دفتر ودانۍ کې یې یوې غونډې ته وینا کوله وویل، د ملي وحدت حکومت به د شوې هوکړې له مخې پنځه کاله دوام ولري.

اجراییه رییس په خپله وینا کې په ټاکنیزو کمېسونونو کې پر سمون، د پارلماني ټاکنو ترسره کولو او د اجراییه ریاست د صدراتي کولو لپاره د لویې جرګې پر جوړولو ټینګار وکړ. نوموړي وویل:

''د ملي وحدت حکومت پر یوه کس د بل مهرباني یا د یوه کس لخوا بل ته یا بلې ډلې ته د خیرات ورکړه نه ده، بلکې د هغې قربانۍ پایله ده، چې موږ ورکړه. دغه قرباني د ټیټوالي لپاره نه وه، بلکې د افغانستان ژغورنې لپاره وه.''

ښاغلي عبدالله وویل اوسنی نظام له اوسني جوړښت سره د بېړنیو شرایطو له مخې جوړ شوی او همداسې به دوام ولري.

ښاغلي عبدالله د ولسمشر غني له خوا د اداري سمون کمېسیون لپاره د نوي رییس پر ګومارنه هم سخته نیوکه وکړه او دا یې د ملي وحدت حکومت د هوکړې خلاف یې وباله.

هغه د ولسمشر له خوا په یو اړخیز ډول د ځینې دولتي چارواکو پر ټاکنه نیوکه وکړه.

سلا مشورې

ښاغلی عبدالله وايي:

'' باید پرېکړې د سلا مشورې پر بنسټ وشي. له سلا مشورې پرته د ملي وحدت ټول حکومت له پوښتنې سره مخامخ کېږي. ولس له موږ نه همدغه تمه لري. که د ملي وحدت حکومت هوکړه د ولسمشر د امر ویټو کولو په معانا نه ده، نو د خپل سري معانا هم نه لري.''

ډاکټر عبدالله زیاته کړه، چې د هېواد د مهمو مسایلو لپاره یې له ولسمشره ځانګړی وخت غوښتی او خبرداری یې ور کړ چې له دې پرته به د کابینې په عمومي غونډه کې ګډون و نه کړي.

که څه هم د ولسمشر دفتر د ښاغلي عبدالله د څرګندونو په اړه نیغ په نیغه څه نه دي ویلي او موږ هم و نه توانیدو په دې اړه د دوی غبرګون تر لاسه کړو، خو په ارګ کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې ولسمشر او اجراییه رییس هر څو ورځې وروسته غونډه کوي او په دغو غونډو کې د ټولو وزیرانو سره پر اړوندو مسایلو په ګډه هر اړخیز بحثونه کېږي.

نژدې دوه کاله مخکې د ټاکنو د شفافیت پر سر له اوږدو ناندریو وروسته د دواړو مخکښو کاندیدانو لخوا د ټاکنو له دویم پړاو وروسته د ملي وحدت حکومت جوړولو پر سر هوکړه وشوه. د همدغې هوکړې له مخې محمد اشرف غني د ولسمشر او عبدالله عبدالله د اجرايي رییس په توګه وټاکل شول.