شاته

نوي زیږدلي ماشومان څنګه باید د زکام نه وساتل شي؟

د زکام ناروغي هر کال پنځه لکه کسان وژني. اکثره خلک پدې باور دي چې که چیرته د زکام د ناروغۍ د مخنیوي لپاره واکسین ولګول شي، د دې خطرناکې ناروغۍ نه به بچ شي. د ټولو نه زیات چې د زکام په خاطرد مرګ د خطر سره مخ کیږي، نوي زیږیدلي ماشومان دي ځکه چې هغوي ته واکسین نه کیږي. دا چې نوي زیږدلي ماشومان څنګه باید د زکام د ناروغۍ نه وساتل شي.

ماشومان د پیدا کیدو نه وروسته په لومړنیو شپږو میاشتو کې زیات ددې خطر سره مخ وي چې ښایي د زکام په ناروغۍ به اخته شي، په ځانګړي ډول که هغوي پداسې وخت کې پیدا شي چې زکام ګډ وي. ډاکټران د دې مشوره ورکوي چې په همدې وخت کې دې ماشومانو ته د زکام ضد واکسین ورکړل شي او حتی هغه کسان دې هم واکسین شي چې نوي زیږیدلي ماشوم ته نږدې کیږي.

ډاکټران دا مشوره هم ورکوي چې امیدواره ښځو ته دې هم د زکام ضد واکسین ورکړل شي ځکه چې امیدواري پخپله ډیره ګرانه وي او کله چې زکام هم ورسره شي، نو د امیدوارۍ ستونزه دوه چنده زیاتیږي او کله نا کله خو دومره سخته شي چې خبره تر روغتونه رسیږي.

یوه نوې څیړنه ښیي که چیرته د امیدوارۍ پر وخت میرمنې ته د زکام ضد واکسین ورکړل شي، نه یوازې دا چې مور ته ډیره ګټه کوي بلکې د پیدا کیدو نه دوه میاشتې وروسته ماشوم هم د زکام د ناروغۍ نه بچ ساتي. د جنوبي افریقا د جهانزبرګ په پوهنتون کې څیړونکې مارتا نونیس پدې هکله داسې وایي:

" د انفلونزیا د واکسین مشوره یوازې هغو ماشومانو ته ورکول کیږي چې عمرونه یې د شپږو میاشتو نه پورته وي. خو مونږ غواړو چې ماشومان په همدې عمر کې د زکام د ناروغۍ نه وساتو او په همدې خاطر مونږ پدې کار وکړ چې امیدواره میرمنو ته د زکام ضد واکسین وکړو او وګورو چې آیا پدې کار سره ماشومان په لومړنیو شپږو میاشتو کې د دې ناروغۍ نه بچ کیدلی شي که نه."

میرمن مارتا او ډله یې پخپلو څیړنو کې ټول پام دیته کوي چې نوي زیږیدلي ماشومان څنګه د هغو ناروغۍ نه وساتي چې مخه یې نیول کیدی شي.

میرمن مارتا د خپلو څیړنو لپاره او دا چې معلومه کړي د امیدوارۍ پر وخت د زکام ضد واکسین ورکول پخپله مور او ماشوم ته څه ګټه لري، په دوه ډوله میرمنو یې کار وکړ. یوه هغه ډله میرمنې وې چې د امیدرواۍ پر وخت ورته د زکام ضد واکسین ورکړل شوی او بله هغه ډله چې واکسین نه بلکې یوازې تش په نامه یې یو شی ورته واکسین کړي و. د ماشومانو د پیدا کیدو نه شپږ میاشتې وروسته هغوي د خپلو تحقیقاتو نتیجه خپره کړه.