BBC
 شاته

عصري انسانانو کله وده کړې؟

عصري انسانو لکه چې یې فکر کېده ښايي ۲۰۰ زره کاله وړاندې په ختیځه افریقا کې وده نه وي کړي. په افریقا کې د لومړنیو انسانانو پاتې شوني ښيي چې هومو سپیان نژدې سل زره کاله وړاندې د افریقا په لوروبر کې اوسېدل. دا څېړنه - د نېچر - یا طبیعت په ژورنال کې خپره شوې ده. ځینې په دې باور دي چې دا نوې موندنې ښايي د انسانانو د ودې په اړه کتابونه له سره ولیکي.