د غلا تور، رونالډو وايي له هېچا نه ډارېږي
اسپانیا کې څارنوالانو د پرتګال پر مشهور لوبغاړي کرستیانو رونالډو تور پورې کړی، چې سلګونه زره یورو مالیه یې غلا کړې.
رونالډو د ریال مادرید لوبډلې لپاره لوبه کوي.
فوټبال: څوک به د اروپا اتل شي؟
کریسټیانو رونالډو د اروپا ۲۰۱۵-۲۰۱۶ غوره لوبغاړی
یورو ۲۰۱۶: د پرتګال اتلولي؛ د رونالډو د خوب رښتیا کېدو شپه
ماډرید کې د څارنوالي له لوري یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی د رونالډو خلاف قضیه ثبت شوې ده. پر نوموړي تور دی، چې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۴ پورې یې ۱۶ میلیونه یورو مالیه نه ده ورکړې.
رونالډو چې د سپورت نړۍ کې تر ټولو ډېر عاید لرونکی شخصیت دی، مخکې ویلي و، له هېچا ځکه نه ډاریږي، چې درغل نه دی او د پټولو لپاره هېڅ نه لري.
دسمبر کې افشا شویو اسنادو کې ویل شوي وو، چې رونالډو له اف شور کمپنیو د تر لاسه شوي عاید پر سر مالیه نه ده ورکړې. خو کرستیانو رونالډو دغه تورونه رد کړي وو.
کله چې د دغو تورونو په اړه له ښاغلي رونالډو پوښتنه وشوه، نوموړي د ځايي خبري رسني پرتوګیزا خبریال ته ویلي و:
'هغه کسان چې پټولو ته څه نه لري، هغه له هېچا نه ډاریږي '