د مشال خان مور: زما خدای به له دوی نه غچ اخلي
''فکر مې کاوه زوی به مهم سړی شي. زما د سپین سرتوب تکیه به وي. خو داسې بې زړه سوي یې وواژه. هېچا مشال و نه ژغوره. هغه خلک به څنګه سزا وویني، چې زما پر زوی یې دروغ تور پورې کړ؟. ''
دا د مشال خان د مور سیده ګلزار بیګم خبرې دي، چې د بي بي سي خبریالې ارم عباسي سره یې مرکه کې کړي، چې د لیدو لپاره یې د صوابۍ زیده کلي ته ورغلې وه.
کله چې مشال په کالج کې تر ټولو ډېرې نمرې ګټلې وې، د کلي لوحې یې له تصویرونو ډکې وې، خو اوس یې پر همدې لوحو د څلویښتمې اعلانونه ټومبل شوي دي.
د مشال خان پلار له مردانه دوسیه لېږدول غواړي
'د مشال وژل که د منځنیو پېړیو وحشت'
"مشال هیڅکله اسلام ته سپکاوی نه دی کړی"
ارم په خپل رپوټ کې کاږي، کور ته له ننوتو سره سم مې پر یوه کټ د ۲۳ کلن مشال پاتې (شتمنې) ولیده، چې پولیسو څو ورځې مخکې کورنۍ ته سپارلې وه.
څو جوړې جامې، کتابونه او ۲۷۰ روپۍ، کمره، لپ ټاپ او موبایل ټیلیفون یې د لیلې له کوټې غلا شوي دي. د مشال مور بیا بیا د هغه کالي او کتابونه ښکلوي:
''خدای تعالی یو هنرمند زوی راکړی و، ظالمانو رانه واخیست، زما خدای به له دوی نه غچ اخلي. ''
دا وروستیو کې د مشال خان وژنې څېړونکو ویلي، چې پر نوموړي مذهب ته د سپکاوي دروغجن تور پورې شوی و او دا چې مشال د یوه پلان له مخې وژل شوی دی. مشال خان د محصلینو غږ پورته کولو له کبله مشهور و. د مشال خان پلار اقبال خان وايي:
''مړی یې په وینو لړلی و، پر سر یې په تېږو او ګلدانیو ویشتلی و، پر لاسونو یې د چړو ګوزارونه شوي وو، ژر مو له مالوچو سره مړی له وینو پاک کړ، موږ نه غوښتل مور یې داسې حال کې وویني. ''
اقبال خان زیاته کړه:
''زه غواړم هغه کسان چې تر اوسه نه دي نیول شوي، باید ونیول شي. پولیسو ممثلین ونیول، خو هغه چې د دغه ډرامه یې تخلیق کړې، لا هم ازاد ګرځي. ''
دې سره یو ځل بیا هغه پوښتنې هم راپورته شوې، چې پاکستان کې د شخصي ګټو لپاره د مذهب سپکاوی ضد قانون استعمالونکو خلاف باید څه وشي.
پاکستان کې ډېری دیني عالمان او پارلمان غړي د خبرو تر حده د دغه قانون ناسم استعمال د مخنیوي خبرې کوي، خو عملاً دې لړ کې له هر راز اقدام کولو ډډه کوي.