BBC
 شاته

پښتونخوا کې ډرون "د حقاني شبکې قومندان وژلی"

ډرون برید د انځور حقوق AFP

د پښتونخوا سیمې ځينې سرچينې وايي، د هنګو ولسوالۍ په سپين ټل سیمه کې له اورکزو سره څېرمه تېره شپه پر يوه کور امریکايي ډرون برید شوی دی.

د ځينو سرچینو په خبره په دې برید کې د ابوبکر په نامه د حقاني شبکې یو قومندان په نخښه شوی او وژل شوی دی.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اورکزو غړي غازي ګلاب جمال اورکزي له بي بي سي سره په خبرو کې ددې برید او د ابوبکر په نامه د قومندان د وژل کېدو خبره تاييد کړه، خو زیاته یې کړه چې سیمه پاکستانیو امنيتي ځواکونو په ولکه کې اخیستې.

ښاغلی اورکزی د سیمې د خلکو له خولې وايي، په دې پېښه کې د یاد قومندان د کور ښځې او ماشومان هم ژوبل شوي.

خو زیاتوي چې کره معلومات نه لري.

تراوسه پاکستانيو چارواکو او پوځ د دې برید تاييد نه دی کړی او نه حقاني شبکې په دې تړاو کوم غبرګون څرګند کړی دی.

د پښتونخوا په هنګو سیمه کې دغه برید داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په تړاو په راتلونکو ورځو کې خپله تګلاره اعلانوي. ځینې افغان او امریکايي چارواکي له مودې راهیسې پر پاکستان تور پورې کوي، چې د افغان طالبانو مشران او حقاني شبکې ته يې پټنځایونه ورکړي، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان کې د امریکا ډرون برید پر ضد په وار وار لاریونونه شوي

پاکستان کې د ډرون بریدونه

امریکا د پښتونخوا د ځينو سیمو په شمول له ډيورنډکرښې سره څېرمه په قبایلو کې له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د ډرون بریدونه کوي او وايي په دې بریدونو کې يې تر ډېره وسلوال طالبان او د القاعده شبکې غړي په نخښه کړي. خو پاکستان بیا وايي چې په دغه بریدونو کې سلګونه ولسي وګړي وژل شوي.

له ډيورنډکرښې سره څېرمه په ځينو قبایلي سیمو کې هغه مهال چې د وسلوالو پاکستاني طالبانو واکمني وه، د هغوی او ټولو وسلوالو پر ضد دغه بریدونه پېل شوو.

په قبایلو کې به يې هغه مهال ډرون بریدونه "د طالبانو پلار " باله، ځکه چې د ځايي وګړیو په خبره طالبان یوازې او یوازې له ډرون بریدونو وېرېدل.

پاکستان په تېر کې ورته بریدونه غندلي، خو کله نا کله پرې چوپ پاتې شوی دی.

له پښتونخوا او قبایلو پرته ډرون برید ددغه هیواد په بلوچستان ایالت کې هم شوی، چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور يې وژلی و.