شاته

عبدالله: د ملي وحدت د حکومت موافقتنامه د خپلسرۍ په معنی نه ده

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس ویلي دي چې خلک د هیواد د روان حالت نه راضي نه دي او هغه به د شنبې په ورځ په دې هکله د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره خبرې وکړي.

هغه وویل تمه لري چې د جمهور رئیس سره په خبرو کې "سالم عق حاکم اوسي".

عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ یو شمیر ځوانانو ته په وینا کې وویل چې د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو موافقتنامه که "د جمهور رئیس د امر د ویتو په معنی نه ده، نو د خپلسرۍ په معنی هم نه ده ".

ښاغلي عبدالله وویل چې ځوانان او " د افغانستان د سیاست مشران ټول له مانه گیله لري چې ولی مو دلته ټینگار ونه کړ او ولی مو هلته ټینگار ونه کړ ". ښاغلي عبدالله هغه موارد چې انتظار یې کیده شرحه یې کړي په ډاگه نه کړل خو ویې ویل چې " ما تل حوصله کړې او ویلي مو دي چې انشاالله ټول کارونه په تدبیر سره پرمخ ځي".

دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی عبدالله چې د ملي وحدت په حکومت کې د جمهور رئیس غني شریک دی د ارگ پر سیاستونو باندې انتقاد کوي، خو دا ځل یې د خبرو بڼه په زغرده او جدي وه.

د افغانستان جمهوري ریاست تر اوسه د ښاغلي عبدالله د څرگندونو په اړه څه نه دي ویلي.