"قطر کې حاکم نظام د القاعده خبرې کوي"
عربي ورځپاڼې
د عربي نړۍ په ورځپاڼو کې لا هم د قطر او څو نورو عربي هېوادونو ترمنځ دپلوماتیکه ستونزه د سر موضوع ده، په دې لړ کې د سعودي عربستان عکاظ ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکل شوي، که د تېروتنې په وړاندې زغم کېږي نو دا د دې معنی نه لري چې دغه ډول زغم دوام وکړي.
لیکوال ادعا کوي چې په قطر کې حاکم نظام د القاعده خبرې کوي او له الجزیزې تلویزیوني شبکې پر سعودي عربستان د مطبوعاتي جګړې لپاره کار اخلي.
د اماراتو ورځپاڼې خلیج په خپله سرمقاله کې لیکلي چې قطر په څو عربي هېوادونو کې د وینو په تویېدو کې مرسته کړې او د دې کار لپاره یې د ورځپاڼې په وینا خپل شته او الجزیره تلویزیوني شبکه په کار اچولي دي.
ټرمپ له قطر نه د "ترهګرۍ ملاتړ" ختمولو غوښتنه کړې
قطر: ډيپلوماټیک کړکېچ د خبرو له لارې اوارول غواړو
قطر په اړه د ټرمپ او سعودي پاچا ټيليفوني خبرې
ورځپاڼې په ځینو عربي هېوادونو کې د ګډوډۍ، کرکې او جګړې مسؤولیت د قطر بللی.
خو قطري ورځپاڼې الوطن بیا په خپله سرمقاله کې لیکي چې دوحه دا ثابتوي چې پیاوړې ده او د ستونزو په وړاندې د مقاومت توان لري.
ورځپاڼې زیاتوي له څو عربي هېوادونو سره د دپلوماتیکي ستونزې له پيل وروسته قطر وتوانید چې له څو عربي هېوادونو سره د خپلو خلکو د ګټو لپاره نوي هوکړې ترسره کړي.
بلې قطرۍ ورځپاڼې الرای لیکلي چې د څو عربي هېوادونو له خوا د ترهګرۍ په تور د ۵۹ کسانو او ۱۲ سازمانونو د تورنولو لست ځکه د قطر له خوا رد شو چې باطل او د دې لپاره دغه هڅه شوې چې واقعیتونه ناسم وښيي او د سیاسي ګټو تر لاسه کولو لپاره پر قطر باطل تورونه ولګوي، او دا په ټوله کې د ورځپاڼې په وینا د دې لپاره کېږي چې د خلکو په وړاندې د قطر نوم بد کړل شي.
هندوستان ټايمز
هندوستان ټایمز په یوه مطلب کې لیکي چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د روانې جون میاشتې په ۲۶ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري.
ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د ویاند شان سپایسر هغه خبره را اخستې چې ویلې یې دي په دغې کتنې کې به د ګډو موضوع ګانو په ا ړه لکه ترهګرۍ سره جګړه ، اقتصادي همکاري او امنیتي ګډ کار په اړه خبرې وشي.
هندوستان ټایمز لیکي چې دا د دواړو مشرانو لومړۍ لیدنه ده چې په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکې ملګرتیا د پیاوړي کولو په اړه هم خبرې وشي.
سوت چاينا پوسټ مارنینګ
سوت چاینا پوسټ مارنینګ لیکي چې د نیوزیلنډ د کارګر ګوند مشر غوښتنه کړې چې دغه هېواد ته د ورتلونکو کډوالو په شمېر کې د کمولو وخت راغلی.
سوټ چاینا پوسټ مارنینګ زیاتوي د کارګر ګوند مشر انډیو لیټل ویلي دغه کوچني هېواد ته د ورتلونکو کډوال شمېر تر ټولو لوړې کچې یعني په کال کې ۷۰ زرو ته رسیدلی.
ښاغلي لیټل ویلي نیوزیلانډ چې څلور نیم ملیونه نفوس لري نه شي کولی چې په دغومره لوړ شمېر کډوال ومني او د ډېر شمېر کډوالو په راتګ سره پر ښوونځیو او روغتونو کاري فشار ډېرېږي.
نیوزیلانډ په ورتلونکو کډوالو کې یو زیات شمېر یې زده کوونکي دي او دغه هېواد ته د ورتلونکو کسانو شاوخوا درېیمه برخه ده.
اېکسپرېس ټرېبيون
پاکستانۍ ورځپاڼه اېکسپرېس ټرېبیون لیکي چې په پاکستان کې د ګاز کموالی په دغه هېواد کې د ځنګلونو د پراختیا پر وړاندې خنډ جوړوي.
ورځپاڼه زیاتوي په پاکستان کې ګاز په کمیدو دی په ځانګړې توګه په ژمني موسم ، هغه چاره چې له امله یې په دغه ګڼ وګړي هېواد کې خلک اړکېږي چې د خپلو کورونو ګرمولو لپاره د سون لرګي واخلي او لرګیو ته د اړتیا په ډېرېدو سره د ځنګلونو پراختیا چاره هم له خنډ سره مخامخ کېږي.