BBC
 شاته

د اېچ ای وي یا اېډز نښې او د درملنې لارې

روبان قرمز کمپین مبارزه با اچ‌آی‌وی د انځور حقوق Getty Images

اېچ ای وي یا اېډز څه ډول ناروغي ده او که یو څوک پر اخته شي، څومره وخت وروسته یې پر بدن نښې څرګندېږي.

دا او ورته نورې پوښتنې دلته ځوابېږي.

ډېری هغه کسان چې پر اېچ ای وي اخته کېږي، له دوو تر شپږو اونیو د والګي یا انفلونزا ته ورته نښې لري.

د ایډز ناروغۍ په برخه کې افغانستان او پاکستان غواړي ګډ‌ کار وکړي

د ایډز نړیواله ورځ، افغانستان کې له ۲ زره ډېرې د اېډز پېښې ثبت شوې

نوې درملنه پر ایچ‌ای‌وي د اخته کسانو ژوند اوږدوي

نژدې ۸۰ سلنه کسان چې اېچ ای وي لري، د څو اونیو لپاره دا لاندې نښې ور سره وي.

  • تبه
  • ستوني درد
  • د بدن خارښ

نورې نښې هم شته چې ښايي ډېرې خپرېدونکې نه وی او په ټولو کسانو کې ښکاره نه شي.

  • ستړیا
  • د جوړو یا بندونو درد
  • د عضلو درد
  • د غدو تورم یا پړسوب

دا ډول نښې له نورو ناروغیو هم پیدا کېدلی شي، که کوم کس دا نښې لري، یو مخ دا مانا نه لري چې اېچ ای وي ویروس نیولی دی، مګر دې ته باید وکتل شي چې له دې نښو ښکارېدلو لږ مخکې خو به یې خطري کار نه وي کړی، چې د اېډز ناروغۍ سبب کېدلی شي.

که دا ډول یو شمېر نښې لرئ او فکر کوئ چې په څو تېرو اونیو کې پر اېچ ای وي د اخته کېدلو خطر سره مخامخ وئ، هرو مرو د اېچ ای وې ټېسټ یا ازمېښت وکړئ.

دا نښې له وایروس سره د بدن د خوندیتوب یا دفاعي سیستم مبارزه څرګندوي، خو د څو اونیو له لنډ پړاو وروسته اېچ ای وي تر کلونو پورې د ناروغ لپاره نښې نه لري.

دغه پړاو ته د اېچ ای وي پټ پړاو وايي، چې تر کلونو اوږدېدلی شی.

د اېچ ای وي د پټ پړاو له پای ته رسېدلو وروسته د ناروغ د بدن خوندیتوب سیستم سخت زیانمنېږي او دا نښې پیدا کېږي.

  • وزن کمېدل
  • سخت او دوامدار اسهال
  • د شپې خولې کېدل
  • د پوټکي ستونزې
  • پرلپسې عفونت
  • نورې سختې او مرګونې ناروغۍ څرګندېدل

د اېچ ای وي ژر پېژندل د دې نښو له پیدا کېدلو په مخنیوي کې مهم رول لري او د دې ناروغي په کنټرول او درملنه کې مرسته کولی شی.

په دې دلیل ډاکټران سپارښت کوي، که کوم کس د ناخوندي جنسي اړیکې په څېر خطرناک کار کړی وي، چې فکر کوي له امله یې پر اېډز یا اېچ ای وي اخته کېدلی شي، نو باید له ځنډ پرته طبي مرکزونو ته لاړ شي.

دا غوره ده چې یو کس ژر تر ژره پر خپله ناروغۍ وپوهېږي. دا ناروغي تر اوسه پرېکند درمل نه لري، خو په اوسنیو درملو سره یې یو شمېر ویروسونه کنټرولولی او داسې کار کولی شو، چې د دې ناروغانو د عمر اوږدوالی او د ژوند څرنګوالی یا کیفیت د ټولنې د نورو کسان په څېر شي.

د انځور حقوق Getty Images

که څوک وپوهېږي، چې اېچ ای وي یا اېډز نیولی څه باید وکړئ؟

که یو کس وپوهېږي چې پر اېچ ای وي نیولی یا پر اخته دی، باید د وینې پرلپسې ازمېښتونه یا معاینې وکړي، چې له درملنې پیلولو مخکې د اېچ ای وي پرمختګ وارزول شي.

دا ازمویښتونه د ناروغ په وینه کې د ویروس اندازه او د بدن پر خوندیتوب یا دفاعي سیستم د اېچ ای وي ویروس اغېز ارزوي.

له دې وروسته د درملنې پړاونه پیلېږي چې موخه یې د ناروغ په وینه کې د ویروس کچه کمول دي، ترڅو د بدن دفاعي سیستم ته د ترمیمولو چانس ور کړل شي او د اېچ ای وي اړوند نورو ناروغیو د پیدا کېدلو مخنیوی هم وشي.

که د ناروغ درملنه پیل شي، د هغه په وینه کې د ویروس کچه کمېږي او بیا دا لږ امکان وي چې دا ویروس ترې نورو ته هم ولېږدېږي.

د اېچ ای وي تشخیص یا پېژندل ښايي د ناروغانو لپاره یو څه ناراموونکی وي او پر ژور خپګان یې اخته کړي، خو د دې ناروغۍ د درملنې کلینیکونه تر ډېره دغو ناروغانو ته سپارښتنې کوي چې پر دې ناروغي د اخته کېدلو له امله له پیدا شویو اړوند رواني ستونزو سره مقابله وکړي.

که ناروغ روانپوه یا سلاکار ونه لري، نو سپارښت ورته کېږی چې د اېچ ای وی یا اېډز له نورو ناروغانو سره اړیکه ولري او د هغوی له تجربو کار واخلي.

پر اېچ ای وی اخته کس ډاکټر، روانپوه او خوراکپوه( خوړو پېژندونکي) ته اړتیا لري، ځکه دوی هر یو له دغه ناروغ سره مرسته کولی شي، چې د ټولنې د نورو کسانو په څېر ژوند وکړي.

پر اېچ ای وي یا ایډز د نه اخته کېدو لپاره خوندي جنسي اړیکه

هغه کسان چې جنسي اړیکه لري، کانډوم دې وکاروي. همجنس خوښي هم باید نارینه یا ښځینه کانډوم یا پوکڼۍ وکاروي.

د شا له لارې جنسي اړیکې سره هم اېچ ای وي لېږدېدلی شی، ان ویل کېږي، چې له دې لارې پر دې ناورغۍ د اخته کېدلو امکان ډېر دی، ځکه باید کانډوم وکارول شي.

افغانستان کې ایډز په ډېرېدو دی

د ماشومانو ختنه (سنتول) د ایډز خطر کموي

سعودي عربستان کې د ایډز ۱۲۳۳ نوې پېښې

په خوله کې د تناسلي الې په نیولو (د نارینه) یا څټلو (د ښځې) سره هم د اېچ ای وي ویروس د لېږدېد امکان شته، خو د نورو جنسي اړیکو پرتله کم دی.

د چا له بڼې (ظاهرې څېرې) نشو پوهېدلی چې پر اېډز اخته دی که یه، ځکه باید هر ډول جنسي اړیکه کې کانډوم وکارول شي او پر دغه ناروغۍ د اخته کېدلو خطر پاموړ کم کړل شي.

د انځور حقوق Science Photo Library

له اېچ ای وي یا اېډز نیولي سره د ژوند کولو په تړاو مهم ټکي

د اېچ ای وي یا اېډز نیولي کس د څارنې لپاره تر ټولو غوره ځای خپل کور یا له هغو کسانو سره ژوند دی چې له ده سره مینه لري.

په ټوله نړۍ کې ډېر خلک له دې ناروغۍ سره ژوند کوي او تر اوږد مهاله یو کارند او ګټور ژوند درلودلی شي.

که د مېړه یا مېرمنې، کورنۍ یا ملګري په توګه له اېچ ای وي یا اېډز نیولي کس سره ژوند کوئ، لندې ټکو ته پام وکړئ.

پرلپسې د اېډز نیولي کس له ډاکټر سره ایکه ولرئ، چې د ناروغ له اړتیا وړ څارنې او د درملنې له وروستیو پړاوونو خبر شئ.

اېچ ای وی وایروس د هوا، خوړو، اوبو، قاشوغې، لوښي، پیالې، کېناستلو، ټټۍ یا تشناب، خځندو، کورنیو ژویو او هغه هغه شي له لارې چې د اېچ ای وي نیولي کس په وینه، مني، د مهبل ترشخاتو، یا د تي شیدو باندې ککړ نه وي، بل کس ته نه ځي.

تاسو د اېچ ای وی یا اېډز نیولی کس په متیازو( تشې یا غټې) کانګو، د پوزې اوبو، لاړو او خولې له لارې په دغه ناروغۍ اخته کېدلی نه شئ، خو په دې شرط چې د هغه په وینه ککړې یا اخښلې نه وي.

تاسو که په خوراک، جامو اغوستلو او ان متیازو او حمام کولو کې له ناروغ سره مرسته کوئ، پر اېچ ای وي ویروس د اخته کېدلو له ګواښ سره نه مخ کېږئ.

د اېچ ای وی یا اېډز نیولي کس لاس نیول، غېږ کې نیول، مساجول او له هغه سره هر ډول تماس تاسو ته خطر نه لري، ان د ناروغه د عاطفي ملاتړ لپاره یې سپارښت کېږي.

اېچ ای وي یا اېډز نیولی کس د بدن کمزوري دفاعي یا خوندیتوب سیستم لري، ځکه له هغه سره له تماس مخکې خپل لاسونه ومینځئ چې نورې ناروغۍ ور نه شي.

که ستاسو د بدن کومه برخه تېره لاسونه ټپي وي، له اېډز نیولي سره د تماس پر مهال اړین تدابیر ولرئ، چې تاسو یا هغه له ګواښ سره مخ نه شئ.

که والګي یا انفلونزا نیولي یاست، څه مهال له اېچ ای وي نیولي کس لرې اوسئ، ان کله کله د دوی بدن له زوکام یا والګي سره هم مقابله کولی نه شي.

چاکو، مسواک، وېښته اېستونکی، نوک نوسی یا ناخونګیر، غوږوالۍ یا بل هر څیز چې پر وینه د ککړېدلو امکان یې وي، له اېچ ای وي نیولي کس سره یې ګډ مه کاروئ.

د ناروغ جامې له خپلو کالیو سره یو ځای مینځلی شي، خو که وېرېږي چې د هغه په وینه یا د بدن نورو مایعاتو به ککړ وي، نو له ځوښ اوبو او سابون کار واخلئ.

له اېچ ای وي سره اړوند خورا مهمه خبره، د ټولنې او کورنۍ منل دي. دا ناروغي یواځې له جنسي اړیکې، پیچکارۍ او د مور له لارې بچي ته لېږدول کېږي.

اېچ ای وي یا اېډز نیولی کس باید له ټولنې سره یو ځای کېدلو ته وهڅول شي. دوی مهرباني ته اړتیا نه لريو بلکې یو ډول چلند ته اړتیا لري او د ټولنې ټول وګړي د دې ناروغۍ په کنټرولولو کې اغېز لرلی شي.