د بیا کتنې یوې محکمې هم د ټرمپ د کډوالۍ فرمان ضد رایه ورکړه
د امریکا متحده ایالتونو کې د بیا کتنې یوې محکمې د دغه هیواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ فرمان پر ضد رایه ور کړه.
دا محکمه په سن فرانسیسکو کې ده او د دوشنبې په ورځ یې د امریکا د حکومت د استیناف غوښتنه رد کړه، چې له مخې یې د کډوالۍ فرمان پرضد د هاوای ایالت د فدرال قاضي پرېکړه له منځه تلله.
خو د بیا کتنې محکمې د هاوای د فدرال قاضي حکم تایید کړ او ویې ویل، چې د ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ منع کولو فرمان "د مسلمانانو پرضد توپیریت یا تبعیض دی".
قاضي د ټرمپ د سفر بندیز امر نور هم ځنډولی
م. م: د ټرمپ سیاست د بهرنیانو ضد کرکه پاروي
''امریکا ته پر تګ د بندیز لګولو قانوني واک لرم''
د محکمې د دې حکم په یوه برخه کې راغلي: "یو هوښیار څارونکی دا فرمان د ځانګړي دین پرضد ویني".
خو د امریکا حکومت د ډونلډ ټرمپ له دغه خبر جوړونکي کډوالۍ فرمان څخه په دفاع کې ویل چې دا فرمان د یو ځانګړي دین پرضد نه دی.
میاشت وړاندې د امریکا حکومت د ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ فرمان پرضد د ریچمونډ بیا کتنې محکمې د ورته نظر په غبرګون کې د متحده ایالتونو په ستره محکمه کې د دې پرېکړې د ارځولو غوښتنه وکړه.
ستره محکمه د امریکا تر ټولو ستره قضايي اداره ده.
د کډوالۍ ضد فرمان کیسه
- د ولسمشرۍ په پیلولو سره د ډونلډ ټرمپ یوه لومړنی ګام د جنورۍ پر ۲۷ د هغه فرمان صادرولو و، چې له مخې یې دغه هېواد ته د ۹۰ ورځو لپاره د ایران په ګډون د اوو هېوادونو پر وګړو بندیز لګېده.
- خو د دغه فرمان حقوقي اړخونو ته ښه پام نه و شوی، ځکه په ایالتي محکمو کې وننګول او سرغړونه ترې وشوه.
- د امریکا هوايي ډګرونو او ښارونو کې د دغه فرمان ضد لاریونونه وشول او له صادرېدلو اووه ورځې وروسته محکمې دا فرمان وځنډاوه.
- د مارچ پر شپږمه د امریکا ولسمشر د خپلې خوښې بندیز د پلي کولو لپاره په مارچ میاشت کې بل فرمان صادر کړ.
- په نوي فرمان کې د هغو هېوادونو شمېر ۶ ته ټیټ شو چې امریکا ته یې د وګړو پر تګ بندیز لګېدلی و.
- د هغو کسانو هم بندیز لرې شو چې د امریکا معتبره ویزه یې درلوده.
- د مارچ پر ۱۶ په هاوای ایالت کې د فدرال محکمې یوه قاضي ډریک واټسن د ډونلډ ټرمپ دغه فرمان هم په ټول هېواد کې وځنډاوه.
- دا دویم ځل دی چې د ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ فرمان په محکمو کې ځنډول کېږي.
- د فدرال محکمې حکمونه له قضايي اړخه په ټولو متحده ایالتونو کې پلي کېږي.