ناروې ښوونیزو بنسټونو کې پر بشپړ حجاب بندیز لګوي
ناروې د داسې بندیز وړاندیز کړی چې مسلمانې مېرمنې دې نه پرېښودل کېږي چې په ښوونځیو، وړکتونونو او پوهنتونونو کې بشپړ حجاب وانه غوندي، ځکه د دوی په وینا دا د ښوونکې او زده کوونکو ترمنځ د پوهاي مخه نیسي.
دا په سکاندېنېویان، د شمالي اروپا هېوادونو کې لومړنی بندیز دی چې موخه یې د حجاب، نقاب او نورو مخ پټوونکو مخنیوی دی.
خو د سر دسمتال او خولۍ ته به د پر سر کولو اجازه وي.
- د ترکیې پوځ پر حجاب بندیز لغوه کړ
- ملانیا او ایوانکا ټرمپ سعودي نه، واتیکان کې حجاب وکړ
- نایک شرکت مېرمنو ته لومړی سپورتي حجاب جوړوي
د ناروې ډېرو سیاسي ګوندونو د دغه وړاندیز ملاتړ کړی دی چې ښايي بل کال پارلمان ته د بحث لپاره وړاندې شي.
د پوهنې او څېړنې وزیر توربجورن روی یساکسن وايي: " دغه ډول کالي د خبرو د ښه پوهېدو مخنیوی کوي او اړینه ده چې زموږ زده کوونکي ښه زده کړه وکړي".
بل خوا د کډوالۍ او ادغام وزیر پېر سندبرګ وايي چې له یوه بله سره خبرې کول یو " بنسټیز ارزښت" دی.
سره له دې چې ناروې کې سیمه ییز چارواکي کولی شي هغه نقاب ته اجازه ور نه کړي چې ټول مخ پټوي، خو په ملي کچه کومه تګلاره ورته نشته.
نیوکګر بیا وايي چې دا نوی اقدام لازم نه دی ځکه چې د حجاب پر سر کول دغه هېواد کې ډېر عام نه دی.
د سږکال پیل کې د ناروې د مسلمانانو شورا د یوې نقاب لرونکې افسرې د مقررۍ په تړاو د اعتراض غږ پورته کړ.