BBC
 شاته

تر ځمکې لاندې د جرمني نازیانو پوځي مرکز

سمڅه
Image caption "کله چې خلک د دې ځای لیدو ته راځي، د جګړې د ورځو احساس ورسره پيدا کېږي. دا مرکز بیخي هماغسې ساتل شوی لکه څو لسیزې پخوا چې و. داسې احساس کوی چې سرتېري پرون له دې ځایه وتلي وي."

دویمه نړیواله جګړه د هغو خلکو لپاره چې له تاریخ سره مینه لري، یو په زړه پورې څپرکی دی.

څېړونکي او پلټونکي له هغو اثارو سره خاصه مینه لري چې له جرمن نازیانو پاتې شوي.

په دې وروستیو کې د هالنډ په هېګ ښار کې تر ځمکې لاندې د نازیانو یو پوځي مرکز موندل شوی.

د هالنډ په ساحلي سیمه کې تر شګو لاندې یوه له سترګو پناه نړۍ. پلټونکو څو لسیزې وروسته پکې د جرمني نازیانو پوځي مزکزونه موندلي. هرې خوا تونلونه او سنګرونه دي.

تر ځمکې لاندې دا مرکز بیخي د یو عادي ښارګوټي یا کلي په څېر مجهز دی. حمامونه، پخلنځی او کلینک لري. داسې یې وګڼئ چې دا ځای د نازي پوځي افسرانو لپاره یوه بشپړه لیلیه وه.

پر دېوالونو اوس هم د دوی پوځي نښانونه رسم دي. یو چا یې د ړنګولو هڅه کړې، خو په بشپړه توګه یې نه دي پاک کړي. دا پوځي مزکر د هېګ تر ښار لاندې جوړ شوی. تاریخ پوهان وایي، اډولف هېټلر یې د جوړولو امر د دې لپاره ورکړل چې د دښمن ځواکونه له دې لارې پرمختګ ونکړي. جکس هوګرنډورن د دې مرکز ساتنه او بیا رغونه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تاریخ پوهان وایي، اډولف هېټلر د دغه مرکز د جوړولو امر د دې لپاره ورکړل چې د دښمن ځواکونه له دې لارې پرمختګ ونه کړي.

"کله چې خلک د دې ځای لیدو ته راځي، د جګړې د ورځو احساس ورسره پيدا کېږي. دا مرکز بیخي هماغسې ساتل شوی لکه څو لسیزې پخوا چې و. داسې احساس کوی چې سرتېري پرون له دې ځایه وتلي وي."

د دویمې نړیوالې جګړې په ورځو کې، په دې مرکز کې له پنځوسو تر شپېتو سرتېري اوسېدل. دوی پر دېوالونو د بېلابېلو لارو نښې نښانۍ لیکلي، لکه دا چې ساحل کومې خوا ته دی.

ځیني وسلې یې هم ورته پاتې شوي. په تېرو څو کلونو کې شاوخوا پنځه زره دا ډول مرکزونه موندل شوي. د هاګ ښار تر سړکونو او ودانیو لاندې دا مرکز اوس د سېلانیانو لپاره پرانیستل شوی او خلک یې لیدو ته ورځي.

د مرکز بیا رغوونکي وایي، نوی نسل باید د تېر تاریخ دا توره دوره هېره نکړي.