کابل کې نوی ملي پارک څنګه ښکاري؟
افغان حکومت د کابل حشمت خان ډنډ ملي پارک نومولی، چې هر کال زرګونه مرغان په کې له جنوبي اسیا منځنۍ اسیا او سایبریا ته د کډې پر مهال تمېږي.
افغان حکومت د پلازمېنې کابل په جنوب کې د حشمت خان ډنډ ملي بڼ نومولی دی. دې سیمه کې هر کال د پسرلي موسم کې زرګونه مرغان له سویلي اسیا منځنۍ اسیا او سړې سایبېریا ته د تګ پر وخت يوه موده تمېږي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې اداره وايي دې سيمه کې به درغونې کارونه کېږي او د ساتنې وړ سیمه به وي. سیدعبدالله نظامي پرې رپوټ لري...