BBC
 شاته

د کابل چاودنه: د خليل الرحمان مړی او ژوندی ورک دی

په کابل ښار کې وروستۍ ځانمرګې موټر بم چاودنې سلګونه کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې.

په دغه برید کې شاوخوا یو نیم سل کسان ووژل شول او سلګونه نور پکې ټپیان شول. خو پر دې سربېره له دې چاودنې وروسته ځینې کورنۍ لا هم د خپلو تري تم شویو خپلوانو په لټه دي.

امنیتي ادارې وايي، د ورکو شویو کسانو شمېرې نه لري، خو د روغتیا وزارت وايي، څلور داسې مړي ور وړل شوي چې پېژندنه یې نه ده کړې او د دغه کار لپاره امکانات هم نه لري.

سپین تڼی له دې پېښې را وروسته د تري تم شوي خلیل الرحمان کیسه کوي.

خلیل الرحمان د سيد الرحمان زوی دی، د وردګو د چک ولسوالی اوسېدونکی. وردګو کې له عمر فاروق لېسې، بيا کابل پوهنتون کې له اقتصاد پوهنځي فارغ شو. د ماليې وزارت کې يې کار کاوه. ځينو کاري سفرونو کې سينګاپور او نورو او هېوادونو ته هم تللی و.

له يوې بېوزلې خو کاري او زيار ايستونکي کورنی دی.