بي بي سي ته رالېږل شوي "بختور" عکسونه
-
Lynn Fitzpatrick
لېن فتزپترېک د دې عکس له را استولو سره لیکي: یوه ورځ مې خپلې باغچې کې کار کاوه او دغه درې پاڼې مې پر تختو ولیدې چې ډېرې ښایسته او بختورې ښکارېدې.
-
Gary Gillette
ګاري ګېلېت: موږ ډېر بختور یو چې داسې پېر کې ژوند کوو چې که له نورو سره توپير هم ولرو څه ستونزه نه شته.
-
Jack Appleton
جک اپلتن: زه ډېر بختور یم چې د خپلې لور لیزا له زوکړې وروسته هغو کسانو ته ګورم چې پر ما ګرانې دي.
-
Eric Cooper
یرېک کوپر: وړاندې تر دې چې اروپا ته ولاړ شم، ملګري مې د هيلۍ دوه هګۍ راکړې. سهارنۍ کې مې چې ماتې کړې، ګورم چې هره یوه یې دوه ژیړي لري، نو ځان مې ډېر بختور احساس کړ.
-
Ananda Rabindranath
اناندا روبندرانت: ما د پوهنتون په جهیل کې دغه مرغان ولیدل چې په کتو یې ډېر خوشحال شوم. پوهېږم چې د دوی احساس به زما په شان نه و خو ما ته ځان ډېر بختور ښکاره شو.
-
Kajetan Konieczny
کاجیتن کونکزېن: ځان ډېر بختور احساسوم چې دا عکس مې په پیترزبرا کې واخیست.
-
Adrian John Odell
ادرین جان اودېل: په نړۍ کې ډېر لږ شیان دي چې د خوشبختۍ احساس درکوي.