هغه ملا چې ' بلخ کې یې د روژه خوړو' وېښتان پرې کول لېرې شوی
بلخ ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي د حج او اوقافو د ارشاد او جوماتونو ادارې مدیر مولوي محمد عارف وزین یې د سخت چلن له امله له دندې لېرې کړی دی.
تېرو ورځو کې د ښاغلي وزین ځینې عکسونو پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي چې په کې یې د یوه ځوان وېښتان قیچي کول. ویل کېږي ښاغلي وزین د دغه کس وېښتان د دې لپاره پرې کول چې روژه یې نه وه.
ښاغلی وزین په دې هم تورن دی چې مزارشریف کې یې د یو شمېر پلورونکو خوراکي توکي اړولي دي.
د بلخ ولایت د حج او اوقافو مشر محمود دانشجو وايي ښاغلی وزین چې منکراتو سره د مبارزې د کمیسیون مشر هم و، د دې لپاره له دندې ګوښه شوی چې له خلکو سره یې زیږ چلن کاوه.
- پاکستان دین ته د سپکاوي مخنیوي لپاره له فېسبوکه مرسته غوښتې
- مشال وژنه: "د دین سپکاوی د وژونکو یوه پلمه وه"
- پاکستان کې د روژې پر نوي قانون د بېنظیر بوټو د لور نیوکه
د ښاغلي دانشجو په وینا، د مزارشریف په ښار کې له پلورونکو سره چلن او د خلکو د وېښتانو پرې کول " زموږ له دینې روحیې سره اړخ نه لګوي."
دا په داسې حال کې ده چې مولوی عارف وزین رسنیو ته ویلي، ده داسې خلک نیولي چې په ښکاره یې روژه خوړله.
دی وايي: " ځوانان د چرګ د تاج په شان عجیب او غریب وېښتان پرېږدي. دا ټول زموږ له دیني ارزښتونو سره په ټکر کې دي. موږ له هغو کسانو سره مبارزه کوو چې زموږ د دیني ارزښتونو پر خلاف دي."
د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد بي بي سي ته وویل چې دوی به د رپوټو په اړه څېړنې کړي.