BBC
 شاته

د ټېرېزا مې دوو مهمو سلاکارانو استعفا کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برتانیا د لومړۍ وزیرې تېرېزا مې دوه مهمو سلاکاران نیک ټیموتی او فیونا هی

د برتانیا د لومړۍ وزیرې تېرېزا مې دوو مهمو سلاکارانو نیک ټیموتی او فیونا هیل له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د دوی استعفا له هغو راپورونو وروسته مخې ته راغلې چې د واکمن محافظه کار ګوند جیګپوړو مشرانو ګواښ کړی و که دا کسان استعفا و نه کړي دوی به د مشرتابه بدلون غوښتنه وکړي.

د لومړۍ وزیرې د دفتر یو مشر نېک ټېموتي چې نن يې استعفا وکړه ویلي، د انتخاباتي کمپاین په برخه کې خپل مسولیت مني خو وايي، اوس هم د محافظه کار ګوند په انتخاباتي منشور بشپړباور لري.

د برتانیا لومړۍ وزیره بل ګوند سره نوی حکومت جوړوي

د برتانیا ټاکنې: کومو سیمو کې څوک بریالي شوي؟

د ګوند یوه ویاند ویلي، د ښاغلي ټیموتي همکارې فیونا هېل هم له خپلې دندې استعفا کړې ده.

نوموړې په دې تورنه ده چې ترخه او ستونزمنه کاري فضا یې رامنځ ته کړې وه.

د مېرمنې مې ګوندي ملګرو دغه راز پر دواړو سلاکارانو تور پورې کړی و، چې ګواکې د لومړۍ وزیرې مدیریت کې یې (بې ځایه) لاسوهنه کوله او دغه راز یې د برتانیا تاریخ کې تر ټولو د ناوړه مانیفیسټو یا د ګوند ټاکنیز منشور پر لیکلو تورنوي.

د پنجشنبې ورځې ټاکنو کې محافظه کار ګوند د پارلمان یو شمېر څوکۍ له لاسه ورکړې او له اکثریت ګټلو پاتې شو، خو سیال یې کارګر ګوند بیا یو شمېر اضافي څوکۍ تر لاسه کړې.

مېرمنې مې تمه درلوده، چې ټاکنو کې به اکثریت تر لاسه کړي او له اروپايي ټولنې د وتلو خبرو کې به برلاسې شي، خو برعکس یې مخالف ګوند نورې څوکۍ تر لاسه کړې.

د محافظه کار ګوند یو شمېر غړي د ټاکنو لپاره د مېرمن مې ناڅاپي اعلان (د اټکلونو ستره تېروتنه) بولي، چې مېرمنې مې کړې.