"که پر ایران له بریدونو ملاتړ وکړو... ښه فکر نه دی؟"
د امریکا په کانګریس کې د کلیفورنیا ایالت استازي پر ایران د فشار واردولو لپاره پر تهران د شویو بریدونو له طراحانو د ملاتړ په پار څرګندونې کړې دي.
ډینا روراباکر چې د پنجشنبې په ورځ د امریکا په کانګریس کې د لبنان د حزب الله په تړاو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل "ښايي دا بد فکر نه وي چې امریکا له هغو سنیانو ملاتړ وکړي چې حزب الله او د امریکا شیعه دوښمنان په نښه کوي... دا ښه فکر نه دی؟"
نیویارک ټایمز: د رفسنجاني مړینه د ایران سمونپالو ته لوی ګوزار دی
تهران کې داعش برید پر افغانستان څه اغېز لرلی شي؟
نوموړی د غونډې د یوه برخه وال له خوا وننګېد چې ویې ویل: " دا بریدونه داعش کړي دي، موږ باید په هېڅ صورت له هغو ملاتړ ونه کړو؛ موږ یې باید وغندو."
ښاغلي روراباکر یوه بېلګه بیان او زیاته یې کړه: "موږ پوهېدو چې جوزف ستالین بد سړی دی او هېڅکله مو باید مرسته نه وای سره کړې، خو د هیټلر د څملولو لپاره .... ښايي دا به بد نظر نه وي چې اجازه ور کړو سختدریځي اسلامپالې ډلې له یو بل سره ډغرې ووهي."
د نوموړي د دې نظر په غبرګون کې دغونډې یوه بل برخهوال ور غبرګه کړه:" دا یعنې له داعش ډلې ملاتړ. موږ باید داعش له منځه یوسو."
ډینا روراباکر له لاس انجلس ایالته د امریکا د کانګریس غړی دی. د خپلو لانجمنو څرګندونو په تېره بیا پر هغو نیوکو چې دی یې د امریکا پر بهرنۍ پالیسۍ کوي، ډېر مشهور شوی دی.
د امریکا د کانګریس د دغه غړي پر څرګندونو غبرګونه هم ښودل شوي دي.
په امریکا کې د ایرانیانو ملي شورا (نایاک) په خپره کړې ویډیو کې د ښاغلي روراباکر پر څرګندونو سختې نیوکې کړې دي او په یوه خبرپاڼه کې یې رسماً له هغه غوښتي د خپلو څرګندونو له امله بښنه وغواړي.
ښاغلي روراباکر د امریکا د ولسمشر ډونلډ له نږدې پلویانو ګڼل کېږي.
د ایران د پلازمینې تهران د ولسي جرګې پر ودانۍ او د دغه هېواد د رهبر ایت الله خمیني پر زیارت د ډله ییزو بریدونو په پایله کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۴۰ زیات ټپیان دي.
د برید پړه د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې پرغاړه اخیستې.